د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا او چین دفاعي چارواکو د سیمه ایز امنیت پر مسایلو بحث وکړ


استرالیایي چارواکو د پنجشبنې په ورځ مارچ ۲۳ (وري دریمه) وویل چې چین او استرالیا د سیمه ایز امنیت پر مسایلو متمرکزي دفاعي خبري کړې.

دغه خبري څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې بیجینګ پر اټومي انرژۍ د سمبالو امریکایي اوبتلونو د ځای پرځای کیدو له امله د کانبیرا پلان وغانده.

د استرالیا د دفاع وزارت یو ویاند وویل، د استرالیا دفاعي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د چین د پوځ د یو ټیم کوربانه وو.

د نیمې ورځې لپاره دغه خبري د چین او استرالیا ترمنځ د تعامل د بیا پیل ښکارندویي کوي، ددغو دوو هیوادونو اړیکي په پسفیک کې د چین د دیپلوماتیک او نظامي نفوذ د پراخیدو له امله قطع شوې وې.

چین وروسته له هغه استرالیا، بریتانیا او متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ چې یادو هیوادونو د مارچ په ۱۳ نیټه د یو اوږدمهاله تړون اعلان وکړ چې له مخې به یې استرالیا په اټومي انرژۍ او کروز توغندیو د سمبالو اوبتلونو خاوند کیږي. بیجینګ وویل یاد هیوادونه په دې کار سره "په غلط او خطرناک مسیر" ګام ایږدي.

استرالیا په پام کې لري چې تر پنځو پورې په اټومي انرژۍ سمبال امریکایي اوبتلونه واخلي او وروسته به بیا یو نوی ماډل د امریکا او بریتانیا په ټکنالوژۍ جوړ کړي.

د څو لسیزو دغه قرار داد د یادو اوبتلونو د قیمت په اړه بحثونه راپورته کړي دي، دغه اوبتلونه به په راتلونکو دریو لسیزو کې په سلګونه میلیارده ډالره لګښت ولري. همدارنګه بل بحث پر متحدو ایالتونو او بریتانیا د استرالیا د دفاع د راتلونکي اتکا ده.

د استرالیا مرکزي کیڼ اړخي کارګر ګوند د تیر کال د مۍ په میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته هڅه کړې ده چې د چین سره روابط ښه کړي.

د لسترالیا دفاع وزیر ریچارد مارلیس چې تیر کال دوه ځله د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي، وایي خوښ دی چې د نورمال کیدو ډیالوک بیا پیل شوی دی. خو نوموړي د بحثونو په اړه د ډیرو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

چین په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د استرالیا له تیر محافظه کار حکومت سره تر جنجال وروسته له یاد هیواد سره د لوړې کچې په دیپلوماتیکو غونډو بندیز ولګاوه او ددغه هیواد پر مهمو صادراتي توکو یې هم لوړې تعرفې وضع کړې.

XS
SM
MD
LG