د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په شمال کې د اسرائیل یو جګپوړی قوماندان وژل شوی


د اسرائیل پوځ یکشنبه اکټوبر ۲۰ ( تلې ۲۹) د غزې په شمال کې د یو جګپوړي نظامي قوماندان د وژل کیدو اعلان په هغې سیمې کې کړی چې د حماس وسله والو او سرائیلو ځواکونو تر منځ پکې سخته جګړه روانه ده.

د پوځ ویاند دانیال هګاري په خبري کنفرانس کې وویل چې د ۴۰۱ لوا قوماندان ، ډګروال احسن داکسا د غزې جبالیا کې هغه وخت په چاودنې کې ووژل شو له ټانک څخه د باندې ووت.

هګاري همدارنګه وویل چې پدې چاودنې کې د کنډک یو قوماندان او دوه نور افسران برسیرن ټپي شوي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

هغه زیاته کړه، "دوي (نظامي قوماندانان) بهر راووتل، سیمه یې ولیده او چاودنه پرې وشوه".

د پوځ ویاند پدې هکله نور معلومات ندي ورکړي چې آیا دا جګپوړی نظامي قوماندان د توغندي یا د بم په چاودنې کې وژل شوی خو د اسرائیل ددفاع وزیر یواف ګلانیت په یوې اعلامیې کې ویلي چې "داکسا پداسې حال کې ووژل شو چې د حماس ترهګرو پر ضد یې جګړه کوله".

د دې جګپوړي نظامي قوماندان په وژل کیدو د اسرائیل جګپوړو چارواکو عمرازي څرګنده کړې.

د اسرائیل جمهور رئیس ایساک هرزوګ هغه "اتل" بللی . د هغه مرګ یې د اسرائیل او ددې هیواد د ټولنې لپاره ضایع بللې ده.

ډګروال داکسا ۴۱ کلن و او څلور میاشتې وړاندې د لوا قوماندان وټاکل شوی. هغه د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د حماس پر ضد جګړه پیل کړې، یو تر ټولو جګپوړي نظامي قوماندان دی چې پدې جګړې کې وژل کیږي.

د پوځ ویاند ویلي چې د داکسا تر قوماندې لاندې لوا د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمې کې د تعرضي عملیاتو مشري کوله.

اسرائیل د تیر کال اکټوبر په شپږمې نیټې د غزې په شمال کې د جبالیا سیمې سره نږدې تعرضي عملیات پیل کړل او دا یې ویلي چې پدې سیمې کې د حماس وسله وال په نښه کوي او نه یې پریږدي چې هغوي بیرته یو ځای شي.

خو پدې سیمې کې ګڼ شمیر عام خلک په هوایي بریدونو او جګړوې کې وژل شویدي.

د غزې ملکي دفاع ادارې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، د یکشنبې په ورځ ویلي چې یوازې پدې تیرو دوو اوونیو کې چې د جبالیا په سیمې کې تعرضي عملیات پیل شوي، پدې سیمې کې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه وژل شویدي.

ددې جګپوړي نظامي قوماندان په وژل کیدو سره، په غزې کې په روانې جګړې کې د اسرائیلي ځواکونو وژل شویو سرتیرو شمیر ۳۵۸ ته ورسید.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG