د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې کردي ځواکونه وایي د داعش په خلاف عملیات یې بند کړي


د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو قوماندان مظلوم عابدي.
د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو قوماندان مظلوم عابدي.

په سوریه کې د کردي ځواکونو چارواکي وایي د ترکیې د هوایي بریدونو له کبله چې تیره اوونۍ یې د سوریې په شمالي برخو کې د دې ځواکونو په مرکزونو کړي، هغوي مجبور شوي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف عملیات بند کړي.

د سوریې د دموکراتیکي ځواکونو قوماندان مظلوم عابدي شنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۵) خبریالانو ته وویل چې د سوریې په شمالي برخو کې د ترکي ځواکونو د نږدې یوې اوونۍ پر له پسې بمباریو وروسته انقره پدې سیمې کې د ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

امریکا د دې کردي ځواکونو تر شا ولاړه ده او په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې مهم نقش لري.

ښاغلي عابدي زیاته کړه چې د ترکیې په هوایي بریدونو کې په سیمه کې زیربناوو ته جدي زیان اوښتی او هغه ملیشې چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده هم دیته چمتوالی نیسي چې د ترکي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې برخه واخلي.

سره لدې چې کردي ډلې وایي د ترکیې د استانبول په ښار کې د نومبر د میاشتې په ۱۳ مې نیټې مرګونې حملې کې هیڅ ډول لاس نلري خو ښاغلی عابدي وایي چې ترکیه د همدې چاودنې څخه په ګټې اخیستو په سوریه کې هغه سیمې بمباردوي چې کنټرول یې د سوریې د دموکراتیکي ځواکونو په لاس کې دی.

ترکیې پدې تیرې اوونۍ کې په عراق او سوریې کې د کردي یاغیانو په مرکزونو بمبارد کړی.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه پداسې حال کې په سوریه کې د داعش په خلاف د عملیاتو د بندیدو خبر کوي چې د متحده ایالاتو پوځ وایي د سوریې په شمال لویدیځ کې په یوې نظامي اډې کې چې امریکایي ځواکونه پکې میشت دي، دوه توغندي لګیدلي خو ځواکونو ته پکې هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د توغندیو پدې برید کې نظامي اډې ته هم کوم زیان ندی اوښتی.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي، هغه سیمه یې کتلې چې دا توغندي ترې وار شوي و او یو دریم توغندی یې هم پکې موندلی چې لا وار شوی نه و.

دا نظامي اډه د سوریې د الهساکې ولایت د الشادادي په ښارګوټي کې پرته ده چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو تر څنګ پکې د سوریې دموکراتیک ځواکونه هم دیره دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړه کوي.

سره لدې چې امریکایي ځواکونو د دې توغندیو د وارولو ملامتي په کومې ډلې نده اچولې او تر اوسه یې کومې ډلې هم د کولو ادعا نده کړې خو د سوریې د بشري حقونو اداره چې مرکز یې په برتانیې کې دی، د دې برید ملامتي یې د داعش په وسله والو اچولې چې په سیمه کې پټ دي.

XS
SM
MD
LG