د لاس رسي وړ اتصالات

 
د تیلو د ګټو له کبله د سعودي عربستان ناخالص ملي عواید ۱۲فیصده زیات شوي

د تیلو د ګټو له کبله د سعودي عربستان ناخالص ملي عواید ۱۲فیصده زیات شوي


د سعودي عربستان د احصایې اداره وایي ددې هیواد نا خالص کلني ملي عوید په تیرو دریو میاشتو کې د تیلو د سکتور د ګټو له امله په سلو کې نژدې ۱۲ زیات شوی دی.

د منځني ختیځ دغه ستر اقتصاد لرونکي هیواد د تیلو د لوړو بیو څخه ګټه پورته کړې چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې خورا لوړې شوې دي.

سعودي عربستان تر دې دمه د لویدیځو هیوادونو د غوښتنې پر وړاندې مقاومت کړی چې غواړي دا هیواد د تیلو تولید زیات کړي چې بیې راټیټې شي.

د سعودي عربستان د حکومت د احصایي اداره وایي د تیر کال د همدې مودې په پرتله د هیواد ناخاص ملي عواید یې ۱۱.۸ فیصده لوړ شوي او زیاتوي چې: «دغه متحرکه وده په عمده توګه د تیلو اړوندو فعالیتونو په برخه کې ۲۳.۱ فیصد لوړه شوې ده.»

همدارنګه دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د لومړیو میاشتو په پرتله له تیلو پرته د نورو فعالیتونو وده ۵.۴ فیصده او د حکومتي خدماتو وده ۲.۲ فیصده ده.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق په وینا د اوکراین جګړه او د خامو تیلو لوړې بیې ددې سبب شوې چې د نړۍ د خامو تیلو د ستر صادرونکي هیواد سعودي عربستان ناخالص کورنی تولید په ۲۰۲۲ کې ۷.۶ فیصده وده وکړي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې کله چې د اوکراین جګړه پیل شوه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د سعودي او روسیې په مشرتابه د اوپیک سازمان ته ژمن پاته شو او د تیلو د تولید د زیاتولو په هکله د خپل اوږدمهاله متحد واشنګټن څخه يې فاصله ونیوله.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن چې یو وخت یې ګواښ کړی و چې سعودي عربستان به د بشري حقونو د سرغړونو په وجه منزوي کړي د روانې جولای په میاشت کې هغه هیواد ته سفر وکړ او شهزاده محمد بن سلمان سره د روغبړ په خاطر د بشري حقونو د ډلو له انتقاد سره مخامخ شو.

د تیلو مسئله د سعودي مشرانو سره د ښاغلي بایډن د خبرو په اجندا کې شامله وه، خو دغه سفر د تیلو د تولید د زیاتولو په اړه پرته له کومې موافې پای ته ورسید.

د تیلو د سترو تولید کوونکو هیوادونو یا اوپیک سازمان د چهارشنبې په ورځ غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG