د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي نړۍ دیني عالمان جده کې د افغانستان پر سولې خبرې کوي


د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ۳۳ هیوادونو له سلو ز یات دیني عالمان د افغانستان په سوله د دوو ورځو لپاره خبرې کوي.
د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ۳۳ هیوادونو له سلو ز یات دیني عالمان د افغانستان په سوله د دوو ورځو لپاره خبرې کوي.

نن د سعودي عربستان د جدې ښار د ۳۳ اسلامي هیوادونو له سلو څخه د زیاتو د دیني عالمانو کوربه دی.

افغان حکومت تمه لري، چې د دې کنفرانس برخه وال به په وسله والو طالبانو د سولې د خبرو د پيل غږ وکړي او له دغې ډلې به یو ځل بیا اوربند د ټینګیدو غوښتنه وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک نن د سه شنبې په ورځ ( چنګاښ ۱۹ مه) د جدې په ښار کې خبریالانو ته وویل "له یو سلو شلو دیني عالمانو نه افغان حکومت پدې کنفرانس کې د ګډون هیله کړې وه، اوس سل دیني عالمان چې لوی مفتيان پکې هم شامل دي حاضر شوي دي.د افغانستان څخه ۳۵ دیني عالمانو پدې کنفرانس کې ګډون کړی دی".

ښاغلي خپلواک وویل، چې د پاکستان نه یې پنځلس دیني عالمان دې کنفرانس ته بللي وو، خو یوازې د دغه د اسلامي نظارتي کونسل رئيس پدې کنفرانس کې ګډون کوي.

ښاغلي خپلواک وویل "مونږ د پاکستان پنځلس عالمان دې کنفرانس ته دعوت کړي وو، نه پوهیږو ولې مونږ ته یې احوال ندی راکړی، خو یوازې د دوی د اسلامي نظارتي کونسل مشر پدې کنفرانس کې ګډون کوي".

په دې کنفرانس کې د ترکیې، سعودي، سوډان، اندونیزیا، مصر، اردن په ګډون د ۳۳ اسلامي هیوادونو دیني عالمان برخه اخلي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس وايي، چې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د افغانستان د سولې په تړاوو د اسلامي هیوادونو د عالمانو کنفرانس جوړوي.

د دې کنفرانس په اړه د طالبانو خپرې کړې اعلامیې ته اکرم خپلواک په ځواب کې وویل چې دومره لوی مفتیان د افغانستان په جنګ خبرې کوي دا لویه خبره ده.

دا کنفرانس د سعودي په وخت یوولس بجې چې د افغانستان په وخت دوولس نیمې بجې پیل شوه.

د دغه دوه ورځیني کنفرانس لومړۍ غونډه " په اسلام کې د زغم او د افغانستان په سوله او ثبات کې د دیني عالمانو رول" تر نامه لاندې پیل شوې ده.

د سعودي عربستان د حج او قافو او شؤن اسلامي وزیر او د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان مشر به ورته لومړۍ ویناء وکړي.

د سعودي عربستان له کنفرانس سره د طالبانو مخالفت

په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په تړاو دغه کنفرانس ته د بلل شوو پاکستاني دیني عالمانو زیات شمیر یې نه دي ورغلي.

طالبانو دمخه طالبانو په یوه اعلامیه کې د دیني عالمانو غوښتني وو، چې په دغه کنفرانس کې دې د ګډون څخه ډډه وکړي.

طالبانو نن د سه شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د غونډې په اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي "افغان اولس د سعودي عربستان له چارواکو او علماؤو څخه دا هیله نلري چې دوی به د اسلام او کفر تر منځ جنګ کې د امریکایي متجاوزینو اړخ نیسي".

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په دغه استولې اعلامیه کې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې د افغانانو سره د سعودي عربستان او د اسلامي هیوادونو د کنفرانس مرستې یادې کړي او د دغو هیوادونو څخه يې غوښتي، چې د امریکا د خوا نیولو پر ځای دې د دغې ډلې خوا ونیسي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د افغان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه بغاوت نه بلکې جهاد بللی دی.

پر کابل د طالبانو د واکمنۍ پرمهال سعودي عربستان په هغو دریو هیوادونو کې شامل وو، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی وو.

ټاکل شوې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په تړاو دوهمه غونډه سبا په مکه مکرمه کې جوړه شي

XS
SM
MD
LG