سعودي عربستان د ۲۰۲۲ کال د لګښتونو په بودجه کې د نظامي لګښتونو لپاره بودجه ۱۰.۲ په سلو کې کمه کړې.
سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) پدې هکله په اعلامیې کې ویلي چې د ۲۰۲۲ په بودیجه یې د نظامي لګښت لپاره ۴۵.۵۸ ملیارد ډالر بیل کړي.
عربستان تیر کال په خپلو وسله والو ځواکونو ۱۹۰ ملیارده ریال لګولي و او په ۲۰۲۰ کال کې دا بودیجه څه باندې ۲۰۱ ملیارده ریاله وه.
د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا چې د تیلو د بیو د ټیټیدو له کبله د سعودي عربستان بودجه د ستونزو سره مخ وه، د لومړي ځل لپاره دې هیواد د بودجي د اضافه کیدو وړاندوینه کړې.
د سعودي سرکاري خبري اژانس د باچا سلمان له قوله په راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ لپاره د لګښت بودجه ۹۵۵ میلیارده ریال دي او پداسې حال کې چې د دې هیواد اټکلي عاید به ۱.۰۴۵ ټریلیونه ریال وي چې ۹۰ میلیارده ډیروالی ښیي.
سعودي عربستان په نړۍ کې د تیلو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد او د منځني ختیځ تر ټولو ستر اقتصادي هیواد دی. که د سعودي عربستان د بودیجې د ډیروالي دا وړاندوینه هماغه شان چې وړاندوینه یې شوې، نتیجه ورکړي، د ۲۰۱۳ کال راپدیخوا به دا لومړی ځل وي چې د لګښتونو د بودیجې لپاره یې پیسې اضافه کیږي.
د باچا سلمان په اعلامیې کې ویل شوي، " هدف مو دا دی چې د هیواد د اتباعو او اوسیدونکو روغتیا او امنیت، بشري پرمختګ، د اقتصادي پرمختګ دوام او مالي ثبات ته ډیر پام وکړو".
سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا ګڼ شمیر پروګرامونه پیل کړي چې اقتصاد یې یوازې په تیلو اتکا ونلري خو اوس یې هم تر ټولو ډیر عاید د تیلو د لارې دی.
سعودي عربستان د راتلونکي مالي کال لپاره پداسې حال کې د لګښتونو بودجه کمه کړې چې د متحدو ایالتونو سنا د ډسمبر په اومه (لیندۍ ۱۶) هغه طرحه رد کړه چې له مخې یې نه یوازې د سعودي عربستان ملاتړ بندیده بلکې په هغه هیواد یې هوا ته له هوا څخه د منځني واټن ویشتونکو پرمختللو توغندیو، د راکټونو د توغولو د دستګاوي او وسلو پلور هم بندوه.
ګڼ شمیر امریکایي قانون جوړونکي سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د واشنګټن یو مهم شریک بولي، خو د کانګرس غړو د یمن په جګړه کې د یاد هیواد ګډون هم غندلی، هغه جګړه چې د نړۍ د تر ټولو ناوړه بشري ناورین د رامنځ ته کیدو لامل شوې ده.