د لاس رسي وړ اتصالات

د قذافي زوی سیف الاسلام جمهوري ریاست انتخاباتو ته درېدلی 


د معمر القذافي زوی سیف الاسلام
د معمر القذافي زوی سیف الاسلام

د لیبا د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۳) د خپل هېواد د جمهوري ریاست څوکۍ د انتخاباتو لپاره نوملیکنه وکړه.

د لیبیا د جمهوري ریاست ټاکنې به د ډسمبر په ۲۴ نېټه کیږي.

د لیبیا د ټاکنو عالي کمېسیون په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې سیف الاسلام «په انتخاباتو کې د کاندید کېدو ټول شرایط» پوره کړي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې سیف الاسلام په ۲۰۱۱ کې د ولسي پاڅونونو په مهال د بشریت په ضد جنایت باندې تورن کړ. په دغو ولسي پاڅونونو کې معمر القذافي ووژل شو او دیکتاتوري حکومت یې هم ړنګ شو.

څو کاله مخکې په طرابلس کې یوې محکمې د جرمونو په تور سیف الاسلام د هغه په غیاب کې په مرګ محکوم کړ.

سیف الاسلام ۴۹ کلن دی، هغه څه موده مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي وو چې غواړي بېرته د لیبیا سیاست کې دخیل شي او په خبره یې په خپل هېواد کې «له لاسه وتلی یووالی بېرته راژوندی» کړي.

په لیبیا کې تېره دوشنبه د جمهوري ریاست او پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو نوملینه پيل شوه. ټاکل شوې وه چې دا دواړه انتخابات د ډسمبر په ۲۴ وشي، خو د لیبیا پارلمان پرېکړه وکړه چې پارلماني انتخابات دې د ۲۰۲۲ د جنورۍ تر میاشتې پورې وځنډول شي.

خو نړیوال قدرتونه ټېنګار کوي چې باید دواړه انتخابات په یوه ورځ وشي.

XS
SM
MD
LG