د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام : جنوبي افریقا هالنډ او اسټرالیا انګلینډ ته ماتې ورکړه


د ۲۰۲۴ کال کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې شنبه جون اته ( غبرګولي ۱۹) د جنوبي افریقا لوبډلې د هالنډ او اسټرالیا بیا د انګلینډ څخه لوبې وګټلې.

په لومړۍ لوبې کې هالنډ جنوبي افریقا ته د ګټلو لپاره یوازې د ۱۰۴ منډو هدف ټاکلی و چې د لوبې په ۱۸.۵ اور کې پداسې حال کې پوره شو چې د جنوبي افریقا د سر شپږ لوبغاړي سوځیدلي و.

د لوبې غوره لوبغاړی د جنوبي افریقا توپ وهونکي ډیوډ میلر شو چې په ۵۱ توپونو یې ۵۹ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.

په دویمې لوبې کې بیا انګلینډ د اسټرالیا سره مخامخ شو چې تل یې سیالي د مینه والو لپاره په زړه پورې وي او د کرکټ په ډګر کې د یو بل مهم سیالان دي.

د اسټرالیا لوبډلې په شلو اورونو کې ۲۰۱ منډې وکړلې خو انګلینډ بیا چې په توپ وهنې کې ښه پیل درلود خو د سر دوو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته د منډو کول پڅ شول او په پوره شلو اورونو کې پداسې حال کې چې شپږ لوبغاړي یې سوځیدلي و، یوازې ۱۵۶ منډې وکړلې.

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا توپ اچوونکي ایډم زمپا شو چې په څلورو اورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړې وې او د انګلینډ دوه لوبغاړي یې سوځولي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG