د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: روسیې ځواکونو په بوچا کې عمدي قتل عام کړی  


اروپايی ټولنې او بریتانیا د بوچا پېښه جنګي جنایت بللې
اروپايی ټولنې او بریتانیا د بوچا پېښه جنګي جنایت بللې

په اوکراین کې چارواکي وایي د هیواد پلازمینې کیف ته نژدې د بوچا له ښارګوټي څخه د روسیې ځواکونو له وارخطا وتلو وروسته هلته نژدې ۳۰۰ مړي موندل شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمتري کولیبا نن یکشنبه اپریل دریمه (وري۱۴) په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: «د بوچا قتل عام قصدي شوی. د روسانو هدف دا دی چې څومره کولای شي هماغومره ډېر اوکراینیان ختم کړي. موږ باید هغوی له دغه کار څخه بند کړو او ویې شړو. زه د جي-۷ هېوادونو له لوري د نورو ویجاړوونکو بندیزونو د لګولو غوښتنه کوم.»

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک هم په دې اړه ټویټ کړی دی. هغه لیکلي دي: «د کیف سیمه. د یوېشتمې پېړۍ دوزخ. د ښځو او نارینوو جسدونه چې لاسونه یې تړل شوي او وژل شوي دي. اروپا ته د نازیزم تر ټولو بد جرایم راستانه شوي.»

نوموړي ویلي دي چې «روسانو قصدآ دا کار کړی دی او باید په هغوی نور بندیزونه هم ولګول شي او «د انرژۍ په منابعو یې بندیزونه ولګوئ او سمندري سرحدونه یې وتړئ».

د بوچا په ښارګوټي کې روسي ځواکونه له سخت مقاومت سره مخامخ شول او بېرته په شاه شول. په سیمه کې چارواکي وايي چې په یو ډله ایز قبر کې د ولسي خلکو شاوخوا ۳۰۰ مړي موندل شوي چې لاسونه یې تړلي دي.

د فرانسې خبري اژانس یو خبریال وايي لږ تر لږه د ۲۰ کسانو مړي یې لیدلي چې د ولسي خلکو لباسونه یې په تن وو. وايي د یو وژل شوي کس لاسونه تر شاه تړل شوي وو او د اوکراین پاسپورت یې په سینې باندې اېښودل شوی و.

د «قتل عام» غندنه

د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلیس مېشل کیف ته نژدې په دغې سیمې کې د ولسي خلکو وژل غندلي او په مسکو باندې یې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د کیف په ازادې شوې سیمې کې د روسي ځواکونو له لوري د شویو جنایاتو د تصویرونو په لیدو هېښ شوی یم. اروپايي ټولنه له اوکراین او نادولتي سازمانونو سره مرسته کوي چې ضروري شواهد راټول کړي چې نړیوالې محکمې ته يې وړاندې کړي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لېز تراس هم دا پېښه غندلې ده او «جنګي جرایم» یې بللي دي.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې حکومت «د ارپن او بوچا په ښارونو کې د روسیې د یرغلګرو ځواکونو له لوري د خطرناکو اعمالو مخ په زیاتېدونکي شواهد ویني».

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې د «ناقانونه او نا معقول یرغل په ترڅ کې د ولسي خلکو په ضد د روسي بې تمیزه بریدونه باید د جنګي جنایاتو په څېر وپلټل شي.»

ښاغلي تراس زیاته کړې ده چې هغوی به روسیې ته اجازه ورنکړي چې د غلطو او ناسمو معلوماتو په خپرولو سره خپل دا ډول اعمال پټ کړي. نوموړي ویلي دي چې بریتانیا به په دې اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د هر ډول تحقیقاتو کلکه ننګه کوي.

تر دې دمه د روسیې حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بوچا کې د ولسي خلکو د وژل کېدو او «قتل عام» خبرونه داسې مهال خپرېږي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل شاوخوا دوې میاشتې پوره شوې.

ملګري ملتونه وايي چې سلګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. همدغه راز څه باندې څلور میلیون نور اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي.

امریکا او ناټو په اوکراین د روسيې برید غندلی، په مسکو یې قوي بندیزونه لګولي او له کیف سره پوځي او بشري مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG