د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکرایني عکاس مکس لوین مړی کیف ته نږدې پیدا شو


 
 

د اوکراین د جمهوري ریاست مرستیال آندرې یرماک د شنبې په ورځ اپریل دومه (وري ۱۳) وویل چې د اوکرایني عکاس او د مستندو فلمونو د جوړونکي مکس لوین مړی چې دوه اوونۍ مخکې لادرکه شوی وو، پلازمینې کیف ته نږدې پیدا شوی دی.

ښاغلي یرماک د تلګرام په یوه پیغام کې څرګنده کړې چې مکس لوین د روان میلادي کال د مارچ په ۱۳ نیته هوتا میژیرسکا کلي ته نږدې چې یوه جنګي سیمه وه، لادرکه شو او جسد یې د اپریل په لومړی نیته پیدا شو.

بې پولو خبریالانو په خپله ټویټر پاڼه ددې خبر په تائید سره ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه مکس لوین د پنځو نورو خبریالانو په شان د جګړې په سیمه کې وژل شوي دي.

بلخوا په پاریس کې د رسنیو د څار بنسټ ویلي "د خبریالانو نښه کول جنګي جرم دی" او د لومړنیو څیړنو له مخې، مکس لوین بې وسلې وو او د رسنیو په نښان یو واسکټ یې اغوستی وو.

لوین ۴۰ کاله عمر درلود او څلور ماشومان ورڅخه پاتې شول، له د رویترز او اسوشیټد پرس په ګډون له ګڼ شمیر اوکرایني او نړیوالو رسنیو سره کار کړی وو.

د رویټرز خبري اژانس عمومي مدیر مسول جان پولمن وویل چې ټول د مکس لوین په مړینه چې په اوکراین کې د رویټرز یو پخوانی همکار وو "په ژوره توګه غمجن شوي یو."

پولمن زیاته کړه، مکس لویڼ د ۲۰۱۳ کال راهیسې له اوکراین څخه د خپلو ښکلو مستندونو او د پام وړ فلمبرداریو سره د رویټرز همکار وو او د هغه مړینه د رسنیو کورنۍ ته یوه لویه ضایعه ده.

تر دې مخکې د امریکا فاکس نیوز شبکې د مارچ ۱۵(کب ۲۴) وویل دوه خبریالان یې ۵۵ کلن پیر ژاکرزوسکي او الکساندرا ساشا کووشینوا په اوکراین کې وژل شوي دي.

دغې شکبې څرګنده کړې چې د هغوی یو تصویر اخیستونکی او یوه ۲۴ کلنه اوکرایني خبریاله هغه مهال ووژل شول چې د هغوی موټر د کیف ښار څخه بهر په نښه شو

XS
SM
MD
LG