د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف پوتین ته: له لویدیځ سره د توافق فرصت لیدل کېږي 


د ورسیې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر يي
د ورسیې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر يي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خپل ولسمشر ولاديمیرپوتین ته ویلي دي چې د امنیت برخه کې له لویدیځ سره د توافق فرصت لیدل کېږي.

نوموړي په یوې امنیتي‌ غونډې کې چې د روسیې تلویزونونو خپروله، له لویدیځ سره د روانو خبرو په اړه د ښاغلي پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د بهرنیو چارو د وزیر په توګه باید ووایم چې تل یو فرصت موجود وي.»

کله چې ښاغلي پوتین له خپل وزیر څخه وپوښتل چې «ایا په عمده مسائیلو کې د توافق فرصت شته که هڅه کېږي چې موږ یوې بې نتیجې مذاکرې ته کش کړل شو؟» هغه وویل چې مذاکرات نباید تر نامعلومې مودې پورې وي او زیاته یې کړه: « زما سپارښتنه دا ده چې [مذاکرات] روان او زیات شي».

په همدې حال کې تېره ورځ د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن خبرداری ورکړ چې ښايي په ۴۸ ساعتونو کې په اوکراین د روسیې یرغل وشي.

نوموړي د اوکراین په سرحد کې د روسیې د شاوخوا ۱۳۰زره عسکرو میشت کیدو ته په اشارې خبریالانو ته وویل: «دا یو خورا خطرناک او ننګوونکی وضعیت دی... د جګړې څنډې ته رسېدلي‌ یو خو اوس هم ولسمشر پوتین فرصت لري چې په شا شي.»

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا یو چارواکي هم خبرداری ورکړی و چې ښايي په اوکراین باندې د روسیې یرغل هر وخت وشي.

ښاغلي جانسن له خپلو غربي متحدینو څخه وغوښتل چې «د یو بل تر څنګه ودرېږي او یوه متحده جبهه» دې نندارې ته وړاندې کړي.

هغه همدغه راز د اروپا مشرانو ته وویل چې د روسیې له لوري په کریمیه باندې یرغل څخه باید درس واخلي او د روسیې په ګازو دې خپله تکیه کمه کړي. روسیې په ۲۰۱۴ کې د کریمیه ساحه لاندې او د خپلې خاورې برخه یې وګرځوله.

نوموړي وویل چې روسیې ته د سفر هوډ نلري‌ خو د اوکراین په اړه د امریکا د ولسمشر په ګډون به د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره وغږیږي.

روسیې له څه مودې راهېسې د اوکراین په سرحد کې عسکر ځای په ځای کړي‌ دي او لویدیځ وايي دا کار په اوکراین باندې د برید تیاری دی،‌خو مسکو وايي چې داسې کوم پلان نلري.

امریکا او متحدینو یې ګواښ کړی دی چې په اوکراین باندې به د روسیې برید ته قاطع او جدي ځواب ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG