د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې پولیسو د بشري حقونو د فعالې ایمان مزاري وروسته علي وزیر هم ونیو


اسلام آباد ته څیرمه د پي ټي ایم غونډه
اسلام آباد ته څیرمه د پي ټي ایم غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزیر او د بشري حقونو مخکښه فعاله او قانون پوهه ایمان مزاري په اسلام اباد کې پولیسو نیولي دي.

علي وزیر او ایمان مزاري وروسته له هغې پولیسو نیولي چې د جمعې په ورځ یې اسلام اباد ته نږدې د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ایم) په یوه غونډه کې د پاکستان په پوځ سختې نیوکې کړې وې.

مدافع وکيلې زينب جنجوعه فرانس پرس اژانس ته وويل، دغه دواړه د یکشنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري ۲۹) په پلازمينه اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې شول او د ترهګرۍ ضد قانون له مخې توقیف شول.

د محکمې په سند کې چې فرانس پرس کتلی دی د اسلام اباد پولیسو ویلي چې، دوی د "جدي تورونو" سره مخامخ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د پښتنو د حقونو لپاره او د هغه څه په وړاندې مبارزه کوي چې وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې پوځ ظلمونه کړي دي. د پاکستان پوځ دغه تورنه رد کړي دي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې تر درې زرو پورې کسانو په یو لاريون کې برخه اخيستې وه، چیرته چې ایمان مزاري او علي وزير دواړو د پښتنو پر وړاندې زور زیاتی او ځورونه وغندله او د ورک شويو کسانو د بېرته ستنېدو غوښتنه يې وکړه.

ایمان مزاري د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي چې: "ستاسو داسې مخه نیول شوی لکه تاسو چې ترهګر یاست، په داسې حال کې چې (پاکستاني) طالبانو بیا ستاسو کورونه نیولي دي."

د پي ټي ایم یو ویاند د فرانس پرس اژانس ته ویلي، په پلازمېنه اسلام اباد کې د احتجاجیه غونډې له پیل راهیسې لسګونه نور غړي یې هم نیول شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په یوه اعلامیه کې وویل:"دا د منلو وړ نه ده او د هغو خلکو په وړاندې چې د بیان ازادۍ او د غونډې کولو له حق څخه کار اخلي، د دولت لخوا د تاوتریخوالی یوه لویه طرحه په ګوته کوي چې د اندیښنې وړ ده."

د پخواني صدراعظم عمران خان په حکومت کې د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ویلي چې لور یې ایمان مزاري په اسلام اباد کې له خپل کور څخه د مخفي پولیسو له خوا نیول شوې، چې کوم جلب یې هم نه دی وړاندې کړی.

هغې په ایکس(ټویټر) لیکلي: "زما لور د خوب جامې اغوستې وې او ویل یې چې اجازه راکړئ چې جامې بدلې کړم، خو هغوی راښکله او له ځان سره یې بوتله."

علي وزیر د پي ټي ایم د بنسټ ایښودونکو غړو څځه دی چې له اوږدې مودې راهیسې له افغانستان سره په پوله په قبایلي سیمو کې په پوځ او د پوځ په ترهګرۍ ضد عملیاتو سختې نیوکې کوي.

هغه د پخواني حکومت پر وخت په پارلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازیتوب کاوه، چې د دې میاشتې په پیل کې منحل شو. علي وزیر تر اوسه څو ځله نیول شوی دی.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې افغانستان ته څېرمه په سرحدي سیمو کې له ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغان طالبانو له خوا په کابل کې واک تر لاسه کولو وروسته پدې هیواد کې بریدونه ډېر شوي دي.

ځايي خلکو د تاوتريخوالي د زياتېدو پر ضد يو لړ لاريونونه کړي او له دولت څخه يې د ښه امنيت غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG