د دایکندي ولایت د دریو ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې د تیرو نږدې دوه میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د خدیر،کجران او کیتي ولسوالیو څخه د اروزګان د ولایت د چارچینو او د هلمند د ولایت د بغران ولسوالیو له لارې کندهار ته په غځیدلو لارو میانونه ښخ کړي دي چې ورسره په دغو لارو تګ راتګ بند شوی دی.
د دایکندي ولایت د ولایتي شورا یو غړی ابراهیم رحماني بلوچ امریکا غږ ته وویل چې د دغو ولسوالیو اوسیدونکي اندیښنه لري چې د لارود بندیدلوسره به په بازارونو کې د خوراکي توکو بیعې پورته لاړې شي.
ښاغلی بلوچ وایي په دغودریو ولسوالیو کې نږدې څلور سوه زره کسان ژوند کوي چې د لارو تړل نیغ په نیغه د هغوی په ژوند اغیزه کوي.
ښاغلي بلوچ وویل " د دایکندي د ولایت د دریو ولسوالیو د لارو د بندیدو سربیره د غور ولایت پساوند ولسوالۍ او د غور ولایت ناوه میش ولسوالۍ لاره چې د هلمند د باغران ولسوالۍ او بیا د دغه ولایت مرکزلشکرګاه او کندهار ولایت ته ځي هم د روژې د میاشتې له نمایي د طالبانو له خوا تړل شوې ده، تراوسه د دغې لارې د خلاصون لپاره حکومت هیڅ اقدام نه دی کړی".
د دایکندي د ولایتي شورا دغه چارواکی وایي چې د دوو میاشتو په تیریدو سره تر اوسه په خوراکي توکوبار یو موټر هم دغې سیمې ته دی راغلی.
د دایکندي ولایت اوسیدونکي وايي چې ددغه ولایت د خدیر،کجران او کیتي ولسوالیوته ترټولو لنډه امکالاتي لار د اروزګان ولایت د چارچینو لاره ده چې د کندهار ولایت د افغانستان دغه مرکزي ولایت سره نښلوي.
د دایکندي د کجران ولسوال ضامین پویا امریکا غږ ته وویل چې د لارو بندیدلو ددغه ولایت پنځه ولسوالیو اوسیدونکو ته جدي ستونزې رامخې ته کړي دي.
ښاغلي پویا وویل " د اروزګان د چارچینو له لارې دایکونډي ته یو من خوراکي توکي ۲۰ افغانۍ کرایه اخلي خو د بامیان- غزني او میدان وردګ ولایتونو له لارې همدومره خوراکي توکو باندې ۱۲۰ افغانۍ کرایه راځي ".
ددغو ولسوالیو اوسیدونکي له افغان حکومت غواړي چې د ژمۍ د رارسیدو دمخه دا لار بیرته د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیځي.
تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسله والو د لارې د بندیدو په باب تبصره نه ده کړې.