د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشیر کې د ولسي خلکو د وژل کېدو ادعا شوې؛ طالبان یې ردوي


وسله وال طالبانو په پنجشیر کې
وسله وال طالبانو په پنجشیر کې

د پنجشیر ولایت د دره او ابشار له ولسوالیو څخه راپورونو او د دغو سیمو یو شمېر اوسېدونکو د ادعاوو په اساس داسې ادعاوې شوي چې طالبانو «ولسي خلک وژلي» دي، خو په سیمه کې د طالبانو د حکومت مقامات دا ادعاوې ردوي او بې اساسه یې بولي.

د پنجشیر د دره ولسوالۍ د «تنخو» سیمې اوسېدونکي غلام فاروق حلیم په خپل فیسبوک کې یو تصویر خپور کړی او ادعا کوي چې طالبانو یې په کلیو کې ولسي خلک نیولي او نا معلوم ځای ته یې بیولي دي. په دغه تصویر کې لیدل کېږي چې وسله والو طالبانو د یو شمېر ځوانانو لاسونه تر شا تړلي او کوم نا معلوم لوري ته یې انتقالوي.

ښاغلي حلیم ادعا کړې چې دغلته د طالبانو د بریدونو له پیل راهېسې شاوخوا ۲۰۰ ولسي خلک نیول شوي او لا یې هم برخلیک معلوم نه دی. د سیمې دغه اوسېدونکي همدغه راز ادعا کړې ده چې په نښتو کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي او ښايي د ولسي تلفاتو شمېر تر دې هم لا زیات وي.

هغه لیکلي دي: «تر دې دمه خلکو د هغوی جسدونه نه دي موندلي چې ښخ يې کړي، جسدونه په بېلابېلو ځایونو کې پراته دي، هېڅوک نشي کولای چې د تنخو او عبدالله خېل د کړېدلیو او ځورېدلیو خلکو جسدونو ته نژدې شي.»

د دره ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په دغې درې باندې د برید په ترڅ کې اووه ولسي خلک چې د ده په خبره یې «د مقاومت له جبهې سره هېڅ تړاو» نه لره، وژلي دي.

نوموړي وویل چې وسله والو طالبانو د عبدالله خېل په سیمه کې یو سړی د خپل کور په مخکې وواژه او کله یې چې مېرمن شور ماشور جوړ کړ، طالبانو هغه هم ووېشتله. ده وویل چې د دوی یو کوچنی ماشوم پاتې شوی دی.

د وژل شوي کس یو خپلوان ادعا وکړه چې هغه عبدالخالد بخشي نومېده او د افغانستان د دفاع وزارت مخکنی افسر و. نوموړي وویل چې طالبانو نارینوو ته اجازه ورنکړه چې د خالد بخشي مړی انتقال کړي او بالاخره د مخالفت سره سره د کلي ښځو د هغه جسد انتقال کړ.

د «مقاومت جبهې» هم ادعا کړې ده چې طالبانو په پنجشیر، اندراب او تخار کې «نسل وژنه» کړې ده.

د «مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مسئول علي میثم نظري نن چهارشنبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) په خپل ټویټر کې لیکلي: «د خلکو نسل وژنه هېڅکله زموږ روحیه نشي وژلاې. بلکه د دغو جنایتکارانو له ډلې څخه زموږ د هېواد د خپلواکۍ اراده نوره هم غښتلې کوي.»

خو په پنجشیر کې د طالبانو د حکومت مسئولینو د «ولسي خلکو» وژل رد کړي او هغه یې بې اساسه ادعا بللې ده. د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیقي امریکا غږ ته وویل: «د ښځو او ولسي خلکو وژل یوه ناحقه ادعا چې د افرادو له لوري کېږي.»

نوموړي همدغه راز هغه ویدیوګانې هم رد کړي چې په کې ښودل کېږي طالبان یو شمېر خلک وهي او شکنجه کوي. ښاغلي صدیقي وویل چې دا ویدیوګانې د پنجشیر په ولایت پورې اړه نلري.

د «مقاومت جبهې» ویلي دي چې طالبانو د دوشنبې په شپه په اندراب کې څلور ولسي خلک له خپلو کورونو څخه اېستلي او وژلي دي.

د افغانستان لپاره د اروپا استازي وان برانت په پنجشیر کې د نا امنیو او د «ولسی خلکو د وژلو» په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په پنجشیر کې د ولسي خلکو په وژل کېدو خواشینی دی. نوموړي لیکلي دي چې اوسنی وضعیت د افغانستان په حاکمیت کې د یو هر اړخیز حل اړتیا څرګندوي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نصیر احمد فایق ویلي دي چې له پنجشیر، تخار او اندراب څخه د ولسي خلکو د وژل کېدو وحشتناک راپورونه موجود دي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا قتلونه د «جنګي جنایاتو» څرګندوي دي چې د نړیوالو قوانینو او بشر د حقونو خلاف دي چې باید بند شي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا پنجشنبه په افغانستان کې د ولسي تلفاتو او په افغان ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه ځانګړې غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG