د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس غړی: طالبان ترهګر دي، باید د 'ویانا بهیر' ملاتړ وشي


د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې غړي تم بورچت
د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې غړي تم بورچت

د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې غړي تم بورچت د «ویانا بهیر» او له طالبانو ډلې سره د سیاسي مخالفت د ملاتړ لپاره یو طرحه وړاندې کړې او طالبان یې یوه «ترهګره ډله» بللې ده.

بورچت د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (وږي ۲۱) د دغه طرحې د اعلانړلړ پر مهال وویل: «طالبان تل یوه تروریستي ډله وه او هیڅکله یې له تروریستوالي څخه ډډه نده کړې. هغوی دروغجنې وعدې وکړې چې دا ځل به وضعیت بل ډول وي».

د ویانا په بهیر کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه او د طالبانو مخالفې ډلې او سیاسي څېرې ګډون لري او تر اوسه یې څو غونډې کړې دي.

د ټنیسي ایالت جمهوري غوښتونکي استازي بورچت په خپل وړاندیز کې طالبان د یو "ترهګریز سازمان" په توګه غندلي او په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو یې غږ کدی چې د ویانا په پروسه کې برخه واخلي.

دغه امریکايي قانون جوړونکي د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د هغو کسانو ترڅنګ په دریدلو ټینګار وکړ چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا تر څنګ جنګیدلي او هغه کسان چې د طالبانو له خوا ځپل شوي دي..
تم بورچت وویل: "د ویانا پروسه یو سیاسي چوکاټ دی چې د اتریش په پلازمینه ویانا کې رامینځته شوی چې د طالبانو ضد سیاسي اړخونو سره یوځای کوي ترڅو په همغږۍ کې د طالبانو پروړاندې متحد جبه جوړه کړي."
د بورچت د اعلان سره جوخت د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د یو ویډیويي تماس له لارې د مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره خبرې وکړې او په خپل دفتر کې یې ددې جبهې له یو شمېر کسانو سره یې هم وکتل.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې د امریکا د کانګرس د استازو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې نانسي میس د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې طالبان د یو بهرني تروریستي سازمان په توګه وپېژني.
تر دې وړاندې د جمهوري غوښتونکو دوو مخکښو سناتورانو لینډسي ګراهام او مارکو روبیو په ګډون یو شمېر امریکايي وکیلانو د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې د طالبانو د شاملولو غوښتنه کړې وه.

که څه هم لوېدیځو هېوادونو له تېرو دریو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دغې ډلې له حکومت سره یې یو ډول تعامل ته دوام ورکړی او په دې وروستیو کې برتانیا او ناروې اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت په غوښتنه په دغو دوو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه چې د افغانستان د پخواني حکومت د دپلړماتانو له اداره کیدل وتړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG