د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ ۱۲۰ میلیونه وګړي جبري کډوال شوي - ملګري ملتونه


له پاکستان څځه راستنېدونکي افغان کډوال
له پاکستان څځه راستنېدونکي افغان کډوال

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۴) وویل، په مجموعي ډول د نړۍ ۱۲۰ میلیون وګړي د جګړې، تاوتریخوالي او ځورونې له ویرې په جبري توګه له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د کډوالو د مخ په زیاتیدونکی شمېر لامل یې د "نړۍ خراب وضعیت" وباله.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو ان اچ سي ار) وايي، په نړیواله کچه د جبري بې ځایه شویو شمېر په داسې حال کې بې ساري کچې ته رسیدلی چې د غزې، سودان او میانمار په څېر ځایونو کې جګړو ډېر خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي دي.

ددغې ادارې په راپور کې په ګوته شوې چې د نړۍ د بې ځایه شويو کسانو شمېر اوس د جاپان له نفوس سره برابر دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر فیلیپو ګراندي خبریالانو ته وویل: "جګړه په ډله ییزه توګه د خلکو د بې ځایه کیدو یو خورا لوی لامل دی."

یو ان اچ سي ار په راپور کې ویلي، د تېر کال په پای کې ۱۱۷.۳ میلیونه خلک بې ځایه شوي دي. او د اپریل په پای کې، دا شمیره نوره هم لوړه شوه، د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰ میلیون خلک په کډوالۍ کې ژوند کوي. دا شمیر یو کال دمخه ۱۱۰ میلیون ښودل شوی و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، د نړیوال بحرانونو د پراخېدو او نویو بحرانونو راپیدا کېدو په نتیجه کې، د ۱۲ پرله پسې کلونو لپاره د کډوالو شمېر مخ پر لوړه روان دی او تقریبا درې چنده زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر فیلیپو ګراندي
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مشر فیلیپو ګراندي

ګراندې فرانس پرس ته وویل چې اته کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د مشر په توګه د هغه د دندې د پیل راهیسې په نړۍ کې د کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی چې دا حالت د نوموړي په خبره، د "نړۍ ناوړه وضعیت" په ګوته کوي.

یو ان اچ سي ار تېر کال په ۲۹ هېوادونو کې ۴۳ د کډوالۍ بیړني حالتونه اعلان کړل چې دا اندازه د یوازې څو کلونو وړاندې په پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

ګراندې وویل: "په هغه څیر چې بحرانونه پر مخ وړل کیږي، نړیوال قوانین پکې په بشپړه توګه په نظر کې نه نیول کیږي او زیاتره وخت جګړې د خلکو د ویرولو لپاره کیږي."

ګراندې زیاته کړه چې همدا حالت د کډوالو د شمېر د زیاتېدو عمده لامل ګرځېدلی دی.

د یو ان اچ سي ار د پنجشنبې په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې له ۱۱۷.۳ میلیونو کډوالو له جملې څخه ۶۸.۳ میلیونه یې په خپلو هېوادونو کې داخلي بې ځایه شوي دي.

اسلام اباد ته څېرمه د افغان کډوالو یو کمپ د چارواکو له خوا له ویجاړېدو وروسته.
اسلام اباد ته څېرمه د افغان کډوالو یو کمپ د چارواکو له خوا له ویجاړېدو وروسته.

په عین حال کې د هغو مهاجرینو او نورو کسانو شمیر چې نړیوال محافظت ته اړتیا لري ۴۳.۴ میلیون ته لوړ شوی دی.

یو ان اچ سي ار دا انګیرنه رد کړه چې ټول کډوال شتمنو هیوادونو ته ځي.

ددغې ادارې په راپور کې ویل شوي: "د کډوالو لویه برخه په ګاونډیو هیوادونو کې میشته دي، چې ۷۵ سلنه یې په ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې دي چې په ټولیز ډول د نړۍ له ۲۰ سلنې څخه کم عاید تولیدوي."

په راپور کې د سودان او کانګو د جګړو په څېر د افریقا په لویه وچه کې بحرانونه او همدارنګه په منځني ختیځ کې جګړې او په میانمار کې ناکرارۍ په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر د زیاتوالي عمده لاملونه بلل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG