د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان د مهاجرت نوی قانون؛ هغه پناه غوښتونکي شړل کېږي چې قضیې یې رد شوې


په جاپان کې د کډوالۍ د نوي قانون په اساس، چې نن دوشنبه جون لسمه (جوزا۲۱) نافذ شو، هغه پناه غوښتونکي چې پناه غوښتنه یې رد کېږي، په اسانۍ سره له دغه هېواد څخه شړل کېدای شي.

فعالان خبرداری ورکوي‌چې دا قانون به د اسپ پذیره افرادو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

جاپان په نړۍ کې څلورم لوی اقتصاد دی او له ډېر وخت څخه راهېسې له دې کبله پرې انتقاد کېږي چې ولې کم پناه غوښتونکي مني.

جاپان تېرکال یوازې ۳۰۳ کسانو ته پناه ورکړه چې اکثریت یې افغان کډوال وو.

د جاپان د حکومت د رسمي شمېرو په اساس، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، دغه هېواد څه باندې ۸۰۰ افغانانو ته پناه ورکړې، په دوی کې په کابل کې د جاپان د سفارت افغان کارکوونکي، د جاپان د نړیوالو همکاریو د ادارې (جایکا) کارکوونکي، په جاپان کې پخواني افغان زده کوونکي او د جاپان په نورو غیر دولتي‌ ادارو افغان کارکوونکي شامل دي.

د جاپان د کډوالۍ د نوي قانون په اساس، د هر پناه غوښتونکي غوښتنه چې درې ځلې رد شي،‌ باید ژر تر ژره له دغه هېواد څخه ووځي. تر دغه قانون مخکې دپناه غوښتونکو کولای شول چې په جاپان کې پاتې شي‌ او بیا هم د پناه غوښتنه وکړي.

د جاپان د عدلیې وزیر ریوجی کویزومي‌ تېره اوونۍ ویلي‌ وو چې د دغه قانون هدف دا دی هغه کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد کېږي، باید ژر له جاپان څخه ووځي او د ډېر وخت لپاره دې په توقیف کې ونه ساتل شي.

هغه ویلي وو: «هغه کسان چې حفاظت ته ضرورت لري، حفاظت به یې وشي او هغه کسان چې قانون ماتوي،‌ جدي عمل به ورسره شوي.»

منتقدینو د پخوانیو پناه غوښتونکو د قضیو په ارزولو کې د جاپان حکومت د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې‌ او وايي هغه کسان چې له جاپان څخه شړل کېږي، په خپلو اړوندو هېوادونو کې له خطر سره مخامخ شي.

د جاپان د کډوالو ټولنې په خپل ایکس کې لیکلي دي: «ډېر اندېښمن یو چې د نوي قانون تطبیق به د هغو پناه غوښتونکو د شړلو لامل شي چې جاپان ته تښتېدلي او ژوند او مصونیت یې له خطر سره مخامخ دي.»

دغې ټولنې د «یو عادلانه» نظام غوښتنه کړې چې په خبره یې په جاپان کې د «د نړیوالو معیارونو په اساس د پناه غوښتونکو ساتنه»‌وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG