د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپايي ټولنې د کابل د پرونۍ چاودنې د عاملینو په مجازات ټینګار کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اورپايي ټولنې د کابل په یو جومات کې د تیرې ورځې چاودنه چې له امله یې ګڼ شمېر لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شول غندلې او د دغه برید د عاملینو د مجازات غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورتر د جمعې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۹ (غوايي نهمه) په افغانستان کې د چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د دغه چاودنو عاملین چې اکثره قربانیان یې مذهبي اقلیتونه دي، ونیول او مجازات شي.

میرمن پورتر همدارنګه خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمنه ده.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس تیره ورځ د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه په علاوالدین سیمه کې د «خلیفه صاحب خانقاه» کې چاودنې لږ تر لږه لس کسان ووژل او ۵۸ نور یې ټپيان کړل.

خو رویټرز خبري آژانس بیا ددغه جومات د امام له قوله ویلي چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۵۰ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.هغه وویل چې دغه چاودنه د لمانځه پر مهال شوې ده.

پر همدې مهال د افغانستان په چاروکې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم په کابل کې د «صوفي خلیفه خانقاه» باندې د تیري ورځې چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي ویسټ اپرېل ۲۹ (غوايي نهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد بریدونه باید پای ته ورسیږي او عاملین مجازات شي.

نوموړي زیاته کړې:"زه د خلیفه صاحب په جومات کې د تیرې ورځې په ګډون د بې ګناه افغانانو پر وړاندې بې رحمانه او وحشتناک بریدونه غندم.دا بریدونه باید پای ته ورسیږي عاملین یې باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي."

دغه چاودنه چې تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه منلی په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده.

پر همدې مهال د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازې رینا امیري هم د یاد برید په غندلو سره ویلي چې دغه بې احساسه تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي.

نوموړې ټینګار کړی چې د دغه چاودنې عاملین باید قانون ته وسپارل شي.

بلخوا اروپايي ټولنې هم پر «خلیفه خانقاه» د تیرې ورځې مرګونې چاودنه غندلې او هغه یې «بزدلانه» عمل بللی دی.

اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د مرګونو چاودنو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دی" چې د ملکي خلکو هدف ګرځول په هیڅ دین کې نشته."

په اعلامیه کې راغلي:"په افغانستان کې د تاوتریخوالو زیاتوالی د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره له جدي اندېښنو څخه دی.د افغانستان ټول اوسېدونکي، ښځې او نجونې، ماشومان او قومي او مذهبي لږکې د ټولو بشري حقوقو په رعایتولو سره د ارام ژوند مستحق دي."

دغه ټولنې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان د خلکو امنیت ونیسي او د دغه چاودنو له عاملینو سره جدي چلند وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ وویل چې ډېر ژر به د دغه بریدونو عاملین پیدا او مجازت شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکباروف هم د یاد برید په اړه سخت خپګان ښودلی دی.

همداشان د مصالحې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله، په خپله فیسبوک پاڼه دا حمله په کلکه غندلې او پر عبادت ځایونو باندې بریدونه یې بشري جنایت ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ مزارشریف کې چاودنې لږ تر لږه نهه کسان ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

په مزارشریف کې د وړمې ورځې چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

تیره اونۍ هم د مزار شریف د "سه دکان" په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات کې په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي و او ۵۸ نور ټپي شوي و.

داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او هېڅ فعالیت نلري.

XS
SM
MD
LG