د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار پل خشتي جومات کې چاودنه شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند پل خشتي جومات کې چاودنې شپږ تنه لمونځ کوونکي ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن چهارشنبه اپرېل شپږمه (وري ۱۷) د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د یاد خبر په تائید سره ویلي چې یو کس په پل خشتي جومات کې پر لمونځ کوونکو لاسي بم غورځولی دی.

دغه وزارت په دې چاودنې کې د شپږو کسانو ټپي کېدل تائید کړي او زیاته کړې ده چې د پېښې پرمهال یې یو مشکوک کس نیولی دی.

پر همدې مهال په کابل کې د ایمر جنسي روغتون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل ښار کې د نننۍ چاودنې له ځایه دغه روغتون ته ۱۱ ټپیان وروړل شوي دي.

یاد روغتون ویلي چې څلور ټپیان تر درملنې وروسته رخصت شوي او اووه نور بستر شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمېر ټپي کسان د خلکو لخوا څخه په لاسي کراچیو کې روغتونونو ته انتقالیږي. ویل کېږي چې د ټپیانو شمېر تر اعلان شوي‌ رسمي شمېر زیات دی.

تر دا مهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې یا شخص په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ پل خشتي جومات ته څېرمه د اسعارو د تبادلې لوی مرکز شهزاده سرای کې هم د لاسي بم چاودنې له امله ۵۷ کسان ټپیان او یو تن ووژل شو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هغه مهال وویل یو کس چې غوښتل یې له صرافانو څخه پیسې غلا کړي په شهزاده سرای کې لاس بم غورځولی و.

XS
SM
MD
LG