د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر عربو هېوادونو له قطر سره ډیپلوماتیک روابط وشلول


عربي هېوادونو قطر تورن کړی چې له ایران او اورپکو ډلو سره مرستې کوي
عربي هېوادونو قطر تورن کړی چې له ایران او اورپکو ډلو سره مرستې کوي

سعودي عربستان، بحرین، مصر، متحدو عربو اماراتو له قطر سره خپل ټول ډیپلوماتیک راوبط وشلول.

دغه هېوادونه قطر تورنوي چې په خلیج کې له ایران سره همکاري کوي او همدغه راز په سیمه کې اورپکو او ترهګرو اسلامپالو ډلو سره مرستې کوي.

خو قطر دا تورونه رد کړي او هیله یې ښودلې چې دغه کار به یې پر هېوادوالو کومه ناوړه اغیزه ونکړي.

همدغو څلورو هېوادونو له قطر څخه خپل ټول ډیپلوماتان ویستلي او په خپلو هېوادونو کې یې مېشتو قطريانو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړی چې ووځي، دوی همدغه راز وايي چې د قطر ډیپلوماتان به هم وشړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي سره له دې چې د دغو څلورو عربي هېوادونو د دغه کار لپاره کوم ښکاره دلیل نشته، خو بیا به هم دا بندیزونه پر قطر هومره ناوړه اغیز ونکړي.

اسوشیتډپرس وايي د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي" د قطر حکومت به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې دغه بندیزونه د قطر پر ټولنې او اقتصاد منفي اغیز ونکړي".

ټولو څلورو هېوادونو ویلي چې له قطر سره به خپلې هوايي او بحري لارې هم وتړي. سعودي ویلي چې له قطر سره به خپله ځمکنۍ لارې هم وتړي، چې په دې کار سره به د قطر اړیکې تقریبا له عرب جزیرې سره وشلیږي.

سعودي ویلي دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې په خبره یې قطر د یو شمېر نژادي ډلو ټپلو او د اخوان المسلمین په ګډون له یو شمېر اسلامپالو ګوندونو سره مرستې کولې چې سیمه بې ثباته کړې.

همدغه راز په لیبیا کې هم د دریو حکومتونو له ډلې یې یو حکومت له قطر سره خپل روابط شلولي او په سعودي کې د یمن تبعید شوي حکومت هم له قطر سره اړیکې پرې کړي دي.

سعودي همدغه راز ویلي چې په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو په ضد له ایتلاف څخه قطر وباسي. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیلرسن ویلي چې شاید دا کار له ترهګرۍ سره په مبارزې کې مرسته ونکړي.

قطر چې د ۲۰۲۲ کال د قوټبال د نړیوالو سیالیو کوربه دی، په کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ امریکايي سرتېري هم مېشت دي. دوحه د عربي هېوادونو دا کار غندلی او د خپل حاکمیت ضد یې بللی دی.

XS
SM
MD
LG