د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین له رئیسي سره په کتنه کې د ایران او روسیې اړیکې ستایلي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره په کتنه کې د تهران او مسکو د اړیکو ستاینه وکړه. دواړو مشرانو د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه خبرې وکړې.

د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې پر اوکراین د یرغل راهیسې، مسکو هڅه کړې چې له تهران سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې ژورې کړي.

پر دواړو هېوادونو د لویدیځ له خوا بندیزونه لګول شوي دي.

پوتین د ایران ولسمشر ته وویل: "زموږ اړیکې خورا ښه وده کوي. مهرباني وکړئ زما نیکې هیلې مشر [ایت الله علي] خامنه ای ته ورسوئ... د هغه د ملاتړ څخه مننه، زموږ اړیکو په تیر کال کې وده کړې ده."

لوېدیځو هېوادونو پر تهران تور لګولی چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو ملاتړ کوي او په زیاته اندازه بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې ورکوي.

دواړو مشرانو د اسرائیل او حماس د دوه میاشتنۍ جګړې په اړه هم خبرې وکړې، چې په منځني ختیځ کې یې د اسرائیل او عربي دولتونو ترمنځ کړکېچ زیات کړی دی.

پوتین وویل: "دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې په سیمه کې د وضعیت په اړه د نظر تبادله وکړو، په ځانګړې توګه د فلسطین د وضعیت په اړه."

پوتین په غزه کې د جګړې له پیل وروسته د اسرائیل او عربي هېوادونو د مشرانو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه چې ځان په جګړه کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د سولې دپاره د منځګړي په توګه څرګند کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG