د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین او اردوغان نږدې کېدو د ترکیې لویدیځ ملګري ناهیلي کړي دي- شنونکي


د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې اونۍ په پیل کې د تورې بحېرې پر غاړه د روسیې د سوچي په ښار کې ولیدل.
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې اونۍ په پیل کې د تورې بحېرې پر غاړه د روسیې د سوچي په ښار کې ولیدل.

په داسې حال کې چې پر روسیې بندیزونه زیاتېږي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړي کولو ژمنه کړې ده.

دواړو مشرانو ددې اونۍ په پیل کې د تورې بحېرې پر غاړه د روسیې د سوچي په ښار کې ولیدل او د انرژۍ، ګرځندوی او باندنۍ پانګې اچونې په ګډون په بېلا بېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ ژمنې وکړې.

د روسیې او ترکیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه په خرابېدو وې چې اردوغان په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ملاتړ وکړ. شنونکي وايي چې د سوچي د سرمشرېزې پایلې ښيي چې د روسیې ولسمشر د ترکیې د ولسمشر سره اړیکې له نظره نه شي غورځولای.

د کیسا دالګا انټرنیټي رسنۍ شنونکی الهان اوزګېل وايي، پوتین د اردوغان د ملګرتیا بایلل نشي زغملای. هغه وايي: "دوی دې ته چې اردوغان د لویدیځ او د لویديځ له ادارو سره څه کوي، ارزښت نه ورکوي. دوی ته دا خبره چې د اردوغان سره څه ډول همکاري کولای شي، مهمه ده او دوی په ډېرو ساحو کې همکاري کوي."

د روسیې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر شپږمه) تائید کړه چې روسیې د ترکیې او قطر په همکارۍ شپږو افریقايي هیوادونو ته د یو میلیون میټرک ټنه غنمو صادرولو پرېکړه کړې ده.

د دې پرېکړې له مخې به ترکیه دغه غله په وړو بدله کړي. ترکیه به د کور دننه اړتیا پوره کولو په موخه هم له روسیې څخه غله وارده کړي.

شنونکي اندېښمن دي، چې کېدای شي، روسیه د خپلو غلو په نوم د اوکراین غله چې له هغه هیواده یې غلا کړې ده، صادره کړي چې دا به له نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه وي.

له دې سره به دا اندېښنه هم زور واخلي چې ترکیه د روسیې پر خلاف د بندیزونو په عملي کولو کې مرسته نه کوي. شنونکي وايي چې پر روسیې د بندیزونو د سختېدو سره سم، روسیې ته د ترکیې ارزښت لا زیاتېږي.

د مالي جرمونو څېړونکی جورج اولسن وايي: "په ترکیه کې داسې ډېر خلک شته چې د روسیې د ګټو سره مرسته کوي... دوی د روسیې سره د لویدیځو هیوادونو د محصولاتو اخیستلو کې مرسته کوي. پدغو محصولاتو کې اړین توکي او ځینې ډېر حساس توکي هم شامل دي."

د دوشنبې په ورځ اردوغان او پوتین ژمنه وکړه چې د ترکیې او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ موجوده کچه به له اویا میلیاردو ډالرو څخه شل میلیاردو ډالرو ته لوړوي. پدې کې ترکیه د روسیې د تیلو د ویش په سیمه ییز مرکز بدلول، هم شامل دي.

د بن پوهنتون استاد زاور ګاسیموف وايي، د سوچي غونډې وښودله چې د روسیې او ترکیې ترمنځ همکاري زیاته شوې ده او دواړه اړخونه یو د بل لپاره اړین دي.

هغه وايي: "دوی خبرو ته دوام ورکوي. او د مسکو او انقرې ترمنځ د همکاریو په کتاب کې یو نوی فصل اضافه شو."

شنونکي وايي، د روسیې او ترکیې ترمنځ د اقتصادي همکاريو ژوروالي‌د ترکیې سره د لویدیځو هیوادونو اړیکې خړې پړې کړي دي. لویدیځ د مسکو د منزوي کولو هڅه کوي، خو د مسکو او ترکیې اړیکې ښايي لویدیځ ناهیلی کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG