د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او هند استخبارات پي ټي ایم ته پیسې ورکوي- د پاکستان پوځ


د پي ټي ایم مشر منظور پشتین یوې غونډې ته د وینا پر وخت
د پي ټي ایم مشر منظور پشتین یوې غونډې ته د وینا پر وخت

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې چې د افغانستان او هند استخباراتي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنگ ته پیسې ورکوي او مالي امکانات برابروي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دوشنبې په ورځ (اپریل ٢٩) په راولپنډۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالان او مشران باید ووایي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د هند داستخباراتو ادارې هغوی ته څومره او په څه توگه پیسې ورکړي دي.

ښاغلي غفور په خاصه توگه د پښتون ژغونرنې د غورځنگ د یو شمیر غړو او مشخصو نیټو یادونه وکړه چې د هغه په ادعا پدغو تاریخونو دغو کسانو ته دننه په افغانستان کې پیسې ورکړل شوي دي. هغه د خپلو دغو ادعاو په اړه هېڅ ډول سند او شواهد ونه ښودل.

د افغانستان د ملي امنیت یو مقام وویل د پاکستان د پوځ ادعا "له بنسټه مردوده ده". دغه افغان مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان حکومت تل د نورو هیوادونو په چارو کې د نه مداخلې اصل ته وفادار دی او په وینا یې د پاکستان استخبارات دي چې تل د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د پاکستان د پوځ د ویاند اصف غفور له خبري کنفرانس وروسته د سیمې د استخباراتو له لورې د پښتون ژغونې د غورځنگ د تمویل په اړه د هغه ادعاوی او تورنه رد کړل. هغه وویل چې که د پاکستان پوځ ددغو ادعاو د اثبات په اړه کوم سند او مدرک لري باید خپور یې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر د امریکا غږ د ډیوې رادیو سره په مرکه کې وویل چې دغه غورځنگ په هیڅ یو بهرني هیواد کې بانکي حساب نلري. ښاغلي پښتین د نړیوالې ټولنې او ملگرو ملتونو نه وغوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د "گواښلو او ځپلو" په اړوند د پاکستان د پوځ مخه ونیسي.

ښاغلي پښتین وویل "مونږ دنیا ته وایو، اقوام متحده ته وایو چې مونږ ته بار بار د پاکستان پوځ دهمکۍ (ګواښونه) راکوي، دلته زمونږ امن خرابول غواړي، دا باید دويي خبره ورسره وکړي".

د پاکستان د پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنگ مشرانو ته په خطاب کې ویول "کله چې د افغانستان جمهور رئیس د ارمان لوڼي د مړینې په هکله غبرگون ښیي، تاسې له هغه نه مننه کوئ، خو کله چې د پاکستان صدراعظم (عمران خان) د افغانستان د سولې په اړه نظر څرگندوي له هغه سره مخالفت کوئ. ایا تاسې د پاکستان که د افغانستان تابع یاست؟"

د پښتون ژغورنې غورځنگ وایي چې د پي ټي اېم مظاهرې او فعالیتونه ټوله د عدم تشدد پر اصل ولاړ دي، د خپلو خلکو حقونه غواړي، او که څوک یې په غدر تورن کوي، نو د خپلو ادعاو د اثبات لپاره دې شواهد وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG