د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د پي ټي ایم په هکله خپل دریځ بدل کړ؟


عمران خان په وانا کې ولس ته د وینا په مهال
عمران خان په وانا کې ولس ته د وینا په مهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې قبایلي ځوانان دې د انتشار او بدامنۍ خپرولو په وړاندې بیدار او هوښیار وسي.

د پاکستان صدراعظم په وانا کې یوې غونډې ته په وینا کې د پښتون تحفط تحریک ته په اشاره ویلي دي، "قبایل دې د دغه تحریک نه ځانونه وساتي ځکه چې بهرني ملکونه د دغه تحریک سره مرسته کوي."

د پاکستان صدراعظم تیره اونۍ په باجوړ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و چې د پښتون تح‏ریک غوښتنې پر ځاې دي او هغه څه دي چې په خپله خان یې د لسو کلونو نه غواړي خو د هغوي لهجه سمه نه ده.

خو خان څو ورځې وروسته د پي ټي ایم د تحریک په اړه خپل دریځ بدل کړ او د هغوي د نوم څرگندولو پرته یې ورته په اشاره وویل چې دغه تح‏ریک نه یواځې د بهرنو ملکونو خو په ملک کې دننه د فساد کونکو لخوا هڅول کیږي.

د پښتون تحریک اساس ایښودنکي د پارلمان غړي علي وزیر د عمران خان د تورونو په ځواب کې امریکاغږ ته وویل چې که د چا سره شواهد وي نو وړاندې دې یې کړي.

علي وزیر زیاته کړه چې حکومت دې اوس د هغوي د اساسي حقونو په اړه د هغوي غوښتنې ومني.

د تحریک مشر منظور پښتین د امریکاغږ اردو څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د پښتون تحریک مخنیوې ترهگري ده، ځکه هغوي امن غواړي.

د پاکستان پوځ د پښتون تحفظ تح‏ریک په اړه سخته پالیسی خپله کړیده او په ملک کې دننه رسنۍ اجازه نه لري چې د دغه تحریک په اړه هیڅ ډولې خپرونې وکړي او یا یې د غونډو په اړه څه ولیکي.

XS
SM
MD
LG