"دا د حاکميت او محکوميت انتها ده چې یو سړې غلط کار کوي هغه څوک نه گوري، بل چې يې غلط عمل په الفاظو بیانوي بیا گنهکاريږي."
دا څرگندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين امريکا غږ ته د عمران خان د وینا په غبرګون کې کړیدي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په قبايلي سیمه کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي و چې د پي ټي اېم غوښتنې سمې خو لهجه يې ناسمه ده.
د پاکستان صدراعظم ويلي پي ټي ايم د پوځ پرضد خلک تحريکوي چې دا ډول نعرې ملک او قبايلي سیمې ته گټه نه رسوي.
خو د پي ټي اېم مشر د څو پاکستاني جنرالانو نومونه یاد کړل چې پخپلو ليکنو کې يې د ترهگرو سره لاس لرل منلې.
منظور پښتين د عمران خان ددی خبرې په غبرگون کې وویل: “مونږ نه پوهيږو چې سمه لهجه به څه وي؟ عمران خان ناسمه لهجه اوري خوناسم کارونه نه گوري ، حکومت دی د پي ټي ايم غوښتنې ومني ترڅو يې ناسمه لهجه سمه شي."
د پي ټي ايم مشر وويل که د پښتنو په خاوره همداسې زياتې روان وي د دوې لهجه به نوره هم تونده شي.
منظور پښتين سره د امريکا غږ بشپړه مرکه دلته اوريدلې شئ: