د لاس رسي وړ اتصالات

داوړ: د پښتون ژغورنې غورځنگ د پښتنو له زړه ویره لرې کړه


محسن داوړ د پاکستان د پارلمان غړی دی
محسن داوړ د پاکستان د پارلمان غړی دی

محسن داوړ امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې له وزیرستان څخه د پارلمان د یو مستقل غړي په توگه به د هیواد او د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه جاري وساتي.

محسن داوړ وایي د شخصي گټو لپاره د پاکستان پارلمان ته نه دی تللی ځکه هغه ته د وزارتخانو او د نورو جگپوړو مقامونو وړاندېز هم شوی وه خو هغه غوښتل د خپلو خلکو د حقونو لپاره د پارلمان له لارې مبارزه وکړي.

ښاغلي داوړ وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنگ تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا ده چې د پښتنو له زړه یې ویره لرې کړه. هغه وایي اوس په پاکستان کې هر پښتنون منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر دی.

برېښنا عمرخیل د محسن داوړ سره مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG