د لاس رسي وړ اتصالات

ګوندونه: د ټاکنو ترپای دې د چارواکو ګمارل او ګوښه کول بند شي


د افغانستان د ۱۳۹۸ لمریز کال ټاکنو ته اتلس نوماندانو نومونه لیکلي دي.
د افغانستان د ۱۳۹۸ لمریز کال ټاکنو ته اتلس نوماندانو نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو لپاره د دیرشو څخه د زیاتو د افغانستان د سیاسي ګوندونو ائتلاف په یوه اعلامیه کې، چې نن د پنجشنبې په ورځ ( سلواغې ۲۵ مه) خپره کړې د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو هرکلی کړی، خو په عین وخت کې یې د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتي، چې د جمهوري ریاست د ټاکنو تر پای دې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د ګمارلو او ګوښه کولو څخه ډډه وکړي.

د دغو ګوندونو په اعلامیه کې ویل شوي " د دې لپاره، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په ټاکنو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني نوماند دی، نو عاجله او جدي اړتیا ده، چې د برابرو فرصتونو د اصل په رعایتولو او د دولتي امکاناتو څخه د ناسمې استفادې د مخنیوي لپاره دې د لوړ پوړو دولتي مامورینو د وزیرانو، معینانو، سفیرانو، والیانو او نورو مامورینو په کچه له مقررۍ، تبدیلۍ او عزل څخه د جمهور رئیس او د نورو ذیصلاح مقاماتو له خوا د یو فرمان په ترڅ کې د جمهوري ریاست د ټاکنو تر پای بندیز ولګول شي".

د سیاسي ګوندونو د ائتلاف یو غړي اسدالله سعادتي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغو ګوندونو دا غوښتنه د ټاکنو د بهیر د شفافیت د خوندیتوب لپاره کړې ده.

هغه وویل، چې هدف یې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د دولتي امکاناتو او فرصتونو څخه د ناسمې استفادې مخه نیول دي.

ښاغلي سعادتي وویل " پخوا هم دا دود وو د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال، چې د جمهوري ریاست د نوماندانو د نوم لیکنې وروسته د فرمانونو له لارې ټولې ګمارنې او ګوښه کیدنې او تبدیلۍ د ټاکنو تر پای ځنډولې".

ښاغلی اسدالله سعادتي، د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند له اړخه د سیاسي ګوندونو په کمیټه کې غړیتوب لري وايي، چې د ټاکنو د بهیر د اصلاح لپاره، چې حکومت کوم ګامونه پورته کړي سیاسي ګوندونه پرې خوشاله دي.

هغه، وویل هیله لري، چې حکومت به د ټاکنو په نورو پړاونو کې هم د سیاسي ګوندونو سره سلامشورو ته دوام ورکړي.

په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني،د دفاع، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او هم د حج او اوقافو وزیران بدل کړي او دغو وزارتونو ته یې سرپرست وزیران ټاکلي او هم یې د کابل ښاروال په ګډون د هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو ته نوي والیان ټاکلي دي.

د سیاسي ګوندونو د ائتلاف سربیره د افغانستان د چارو یو شمیرکارپوهان او د مدني ټولنې استازي هم په حکومت کې دننه دغو ټاکنو ته د شک په سترګه ګوري.

د مدني ټولنې یو شمیر فعالین دا ګڼي، د ۱۳۹۸ لمریز کال ټاکنو ته شاوخوا شپږ میاشتې پاتې ممکن جمهور رئیس غني د دغو نوو چارواکو په ګمارلو سره له هغوی څخه په راروانو ټاکنو کې په خپله ګټه کارواخلي.

د مدني ټولنې یو فعال عبدالودود پدرام امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل، چې د دغو بدلونونو او نوو ټاکنو هدف همدا دی.

خو د افغانستان د پوځي چارو یو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، چې نوې ټاکنې د کاري اړتیا له مخې شوي دي.

ښاغلی امرخیل په ځانګړي ډول د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یادونه کوي او وايي، چې په دغو وزارتونو کې بدلونونه د اړتیا له مخې رامنځ ته شوي دي

خو جمهور رئیس محمد اشرف غني د ټاکنو د بهیر د شفافیت او په دغه بهیر کې د دولتي مامورینو د بې طرفه پاتې کیدو لپاره د چهارشنبې په ورځ (سلواغې ۲۴ مه)دوه جلا فرمانونه توشیح کړي دي.

په یو فرمان کې د افغانستان د ټولو دولتي کارکوونکو څخه غوښتل شوي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر کې د لاس وهلو څخه ډډه وکړي.

جمهور رئیس غني په دغه فرمان کې د ټولو دولتي کارکوونکو غوښتي، چې د ټاکنو د کمیسیونونو د کارکوونکو سره د چارو د پرمختګ لپاره مرسته وکړي، خو هغوی باید د ټاکنو په بهیر کې د بې طرفۍ اصل رعایت کړي او د ټاکنو په بهیر کې د خپل هر ډول نفوذ د کارولو څخه ډډه وکړي.

همداشان جمهور رئیس غني په یو بل فرمان کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو او د ملي امنیت د ریاست څخه غوښتي، چې د ټاکنو بهیر ته د امنیت د برابرولو ترڅنګ دې د ټاکنیزو کمیسیونو د دفترونو امنیت هم وساتي او خلکو ته دې په ټاکنو کې د پراخه ګډون امکانات برابر کړي.

همداشان جمهور رئیس غني په دغه فرمان کې د ټاکنو په بهیر کې د افغان امنیتي ځواکونو په بې طرفۍ هم ټینګار کړی او ورڅخه یې غوښتي، چې د ټاکنو په بهیر کې دې نه د چا ملاتړ او نه هم مخالفت وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د یو فرمان له لارې د ټاکنو په قانون کې نوي تعدیلات توشیح کړل، چې ورسره د ټاکنو د دوو کمیسیونونو د رئیسانو په ګډون ټول کمشنران له کار څخه ګوښه شول.

جمهور رئیس غني په فرمان کې د یوې اونۍ په موده کې د نوي قانون له مخې د نوو کمشنرانو د ګمارلو یادونه کړې ده.

د افغانستان د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د چنګاښ ۲۹ مه ورځ په پام کې نیول شوې ده.

دغو ټاکنو ته اتلس نوماندانو خپل نومونه لیکي دي، چې جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG