د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین د نورو ساري ناروغیو په ضد د ماشومانو د معافیت سیستم قوي کوي– روغتیاپالان


د خوست یو شمېر روغتیاپالان وایي چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقول په دوی کې د ځینو نورو ناروغیو د خطر په کموالي کې هم مرسته کوي.

دوی وایي چې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقول اړین دي او په دې سره په ماشومانو کې د نورو امراضو په وړاندې د دفاعي قوت کچه هم زیاتیږي.

په خوست کې د ماشومانو د برخې متخصص، ډاکټر ظریف تسل په دې هکله امریکاغږ ته وویل چې که ماشومانو ته پر وخت د پولیو واکسین تطبیق شي نو د نورو ناروغیو په مقابل کې هم ډیر زیات اغیزمن تمامیږي.

نوموړي پدې هکله امریکاغږ ته داسې وویل: "پولیو واکسین د نورو ناروغیو په وړاندې د ماشومانو فاعي قوت زیاتوي، نو ماشومان د نورو ناروغیو په مقابل کې ښه مقاومت پیدا کوي، مثلاً که ځینې ناروغۍ په دوی راځي، اغېز یې دومره نه وي چې د دوی ژوند ته ګواښ پیښ کړي یعنې په اسانۍ سره د ناروغیو مقابله کولای شي.“

د نوموړي په وینا، پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده او والدین باید د خپلو کم عمره ماشومانو د واکسین بهیر په جدي توګه تعقیب کړي.

نوموړی میندو او پلرونو نه سپارښتنه کوي چې د واکسینونو په بهیر کې ناغیړي ونکړي او خپل کوچنیان خامخا واکسین کړي.

ښاغلي تسل زیاته کړه: ”موږ له والدینو غواړو چې خپل کوچني ماشومان خامخا واکسین کړي او په دې برخه کې هیڅکله غفلت ونه کړي؛ ځکه پولیو یو داسې مرض دی چې علاج نه لري او ماشوم په فزیکي توګه کمزوری کوي او یا یې عضلات له بینه وړي چې راتلوونکی ژوند یې بیا بیخي ستونزمن او د ټولنې لپاره د اوږو بار وي.“

بل خوا دیني عالمان په هېواد کې د پولیو په ګډون ټول هغه کارېدونکي واکسینونه د ماشومانو دروغتیا لپاره ګټور بولي چې د څاڅکو په وسیله کمکیو ماشومانو ته تطبیقیږي.

دیني عالم مولوي احسان الحق حنفي په دې باور دی، چې په افغانستان کې د کاریدونکو واکسینونو اجزاوې په نړیواله کچه ازمویل شوي او د حرمت په اړه یې هېڅ پوښتنه نشته.

نوموړي امریکاغږ ته وویل: ”انشاالله، موږ خلکو ته کاملاً ډاډ ورکوو چې دا کوم واکسینونه په افغانستان کې استفاده کیږي، نه یوازې ګټور دي بلکې په نړیواله کچه تجربه شوي هم دي. مونږ علماوو کرامو ته قناعت ورکړی چی د پولیو واکسین په اجزاوو کې هیڅ حرام شی نشته، لکه څنګه چې زموږ ډاکټران مسلمان دي او تل یې زموږ د ټولنې خدمتونه کړي، نو موږ هم هڅه کوو چې پدې برخه کې د باور فضا ډیره لوړه شي ترڅو لا زیات خلک مراجعه وکړي او ځان د دې مشکلاتو نه خلاص کړي.“

که څه هم یوه اوونۍ وړاندې د ټول هېواد په سطحه د پولیو سرتاسري کمپاین تطبیق شو چې پکې له ۱۱.۲ میلیونو زیات کمکي ماشومان واکسین شول خو کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې سږکال پکې د پولیو مثبتې پېښې رامنځته شوي دي.

روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیایي بنسټونو د پولیو مخنیوي برخه کې خپله ژمنتیا په ډاګه کړې او د دې بهیر د بریالیتوب لپاره یې د خپلو هڅو د پراختیا ډاډ ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG