د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوه


په افغانستان کې د هلمند روغتیايي مسؤولین وايي چې په دغه ولایت کې د پولیو (ګوزڼ) یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د ګوزڼ دا نوې پېښه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې دا په روان میلادي کال کې په جنوب کې لومړۍ او په ټول هېواد کې پنځمه پېښه ده.

دغه کوزن وهلې ماشومه یوه ۱۸ میاشتنۍ نجلۍ ده چې کورنۍ یې په کابل کې اوسيږي، خو دا وخت یې کورنۍ د خپلو خپلوانو لیدو ته، هلمند ته تللې وه.

د هلمند د کتلوي معافیت امر، ډاګټر محمد الله زاهد وویل: "متأسفانه د ګوزڼ یو انساني پېښه د نهرسراج ولسوالۍ څخه رپوټ شوې ده چې یوه ۱۸ میاشتنۍ ماشومه د پولیو په ناعلاجه مرض باندې اخته شوې ده."

په هلمند کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسؤولین وايي چې، د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ماشومې کورنۍ د واکسین د طبيق په برخه کې بشپره پاملرنه نه ده کړې، ځکه چې د دې پولیو وهلې ماشومې له خپلوانو څخه یو څلور کلن هلک لا دمخه په ګوزڼ اخته وو.

دغه مسؤولین وايي: "په هلمند کې د پولیو ویروس د پېښو کچه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو په پرتله نسبتاً ښه ده، خو مونږ لا هم د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د پولیو دوه مثبتې محیطي نمونې لرو."

دوی زیاتوي، چې د پولیو د نوې پېښې په غبرګون کې به د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د پولیو کمپاین زیات کړي او په دې سیمه کې به ټول ماشومان واکسین کړي، تر څو د دوی معافیتي ځواک لوړ شي.

د روان میلادي کال له پيل راهيسي په هلمند کې د پوليو دوه محيطي پېښې هم ثبت شوي دي، چې د چارواکو په وینا، دا به د ګڼو نورو ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ وي، او یوازې د پولیو واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.

تر دې مخکې په کونړ، نورستان او کندهار کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG