د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي ولایتونو کې به هره میاشت د پولیو یو کمپاین ترسره کیږي- مسؤولین


که څه هم په روان میلادي کال کې په جنوبي ولایتونو د ګوزڼ کومه پېښه نده رامنځته شوې، خو په چاپيريال کې د پوليو ناروغۍ فعال ويروس د دې ناروغۍ د خپریدو ګواښ پر خپل حال ساتلی. عکس - ارشیف
که څه هم په روان میلادي کال کې په جنوبي ولایتونو د ګوزڼ کومه پېښه نده رامنځته شوې، خو په چاپيريال کې د پوليو ناروغۍ فعال ويروس د دې ناروغۍ د خپریدو ګواښ پر خپل حال ساتلی. عکس - ارشیف

د افغانستان په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسؤولین وایي چې د هوا په تودېدو سره يې د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ د مخنيوي لپاره په هرو څلورو اونیو کې یو کمپاین پلان کړی دی او ژر به یې پلی کړي.

دوی وایي چې د هوا په تودېدو سره د ګوزڼ ویروس د خپریدو ګواښ شته چې د حل لپاره يې په هره میاشت کې د پولیو کمپاین پلان شوی.

که څه هم په روان میلادي کال کې په جنوبي ولایتونو د ګوزڼ کومه پېښه نده رامنځته شوې، خو په چاپيريال کې د پوليو ناروغۍ فعال ويروس د دې ناروغۍ د خپریدو ګواښ پر خپل حال ساتلی.

په جنوب کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې د حوزوي مركز مسؤول، ډاکتر جمال الدین وایي چې په هره میاشت کې د ګوزڼ کمپاین به د ماشومان معافیت پیاوړی کړي.

نوموړي وویل: "موږ د دوبي موسم په راتګ سره هره میاشت کې یو ملي کمپاین پیلوو، یو خو به ملي کمپاین وي چې د هېواد په سطحه به پلي شي، خو بل موږ به دلته حالات ته په کتو سره د اړتیا له مخې هم کمپاینونه پيلوو، نو هڅه کوو چې په میاشت کې یو کمپاین پلي کو ترڅو دغه ویروس له منځه یوسي."

د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسؤولین وایي چې اوس یې کور په کور تر هر ماشوم پورې د واکسين رسولو ته لاسرسی هم پیدا کړی چې دا به د ګوزڼ په مخنيوي کې تر ټولو مثبت ګام وي.

د روغیتايي چارو مسؤولین سپارښتنه کوي چې هره کورنۍ باید د پولیو پرضد د خپلو ماشومانو د بدن د مقاومت د لوړيدو په موخه، هغوی واکسين کړي.

ډاکټر صدیق الله پتیال یې په هکله امریکا غږ ته وویل: "د پولیو ویروس هغه ویروس دی چې په هر موسم کې کولای شي د یو انسان څخه بل ته انتقال شي، په ګرمو سیمو کې یې خطر ډیریږي، نو خلک باید خپل ماشومان نیږدې روغتیايي مرکزونو او یا د کمپاینونو پرمهال واکسیناتورانو ته بوځي، ترڅو د رضا کار ټیم لخوا واکسین شي."

د جنوب په پنځو ولایتونو کې نږدې دوه میلیونه ماشومان د ګوزڼ واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، خو یاد هدف د بیلا بیلو عواملو له مخې ندی تر لاسه شوی.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو سره سم، د کډوالو ماشومانو د واکسین کولو پروګرام ته پاملرنه هم د نویو کمپاینونو اساسي برخه بلل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG