د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک څخه راستنیدونکو ټولو مسافرینو ته د پولیو واکسین تطبیق کیږي – مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسؤولین وایي چې له دې وروسته به له پاکستان څخه راتلونکو د هر عمر کسانو ته واکسین عملي کیږي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره تر تورخم وروسته په سپین بولدک کې هم د واکسین یو نوی مرکز پرانیستل شو.

تر دې وړاندې به یوازې له پاکستان څخه راستانه شوي تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیده، خو له دې وروسته به په سپین بولدک ولسوالۍ کې د نوي پرانستل شوي مرکز د فعالیت لمنه پراخه شي.

د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسؤولین زیاتوي چې په یاد مرکز کې به اوس د هر عمر لرونکو کسانو ته واکسین ورکول کیږي.

ډ‌اکټران وایي چې له دې کار څخه اساسي موخه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس مخنیوی دی چې هېواد ته ستنېدونکي کډوال یې په انتقال کې اساسي رول لري.

په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې د حوزوي مرکز مسؤول، ډاکټر جمال الدین یې په اړه وویل: "په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر صفري نقطه باندې پدې ورستیو کې داسې تصمیم ونیول شو چې د هېواد د نورو بندرونو په شان دلته هم د ټول عمر لرونکو کسانو چې په فرضي کرښه تګ راتګ کوي د پولیو له اړخه واکسین کړل شي."

له دې سره پر یوه وخت د کندهار په ګاونډ‌ زابل کې هم د پولیو وېروس محيطي پېښه ثبت شوې چې ویل کیږي د ویروس تړاوو یې له پاکستاني ډول سره دی.‌

د پولیو پرضد د مبارزې مرکز مسؤولین وایي چې دا د جنوب د نورو سیمو لپاره هم یو خطر دی چې د مخنیوي حل لاره یې د ګوزڼ پرضد د ماشومانو وقایه ده.‌

دوی زیاته کړه چې د زابل په مرکزي سیمو کې د پولیو د محیطي پېښو شتون، له تخنیکي پلوه، کله چې په یوه سیمه کې د پولیو ویروس موجودیت ولیدل شي، نو دا په دې مانا ده چې د سیمې پاتې سیمې هم له خطر سره مخ دي.

په تېرو څو میاشتو کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی، ورسره سم د افغان کډوالو ماشومانو د واکسین کولو پروګرام ته هم پام زیات شوی.

د پولیو د پروګرام مسؤولین وایي چې په تورخم، سپین بولدک او له ډیورنډ‌ کرښې سره پر پرتو ټولو هغو لارو د واکسین ټيمونه زیات شوي، چې د مهاجرینو تګ راتګ ور باندې کېږي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG