د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د سنوکر د لوبې د پراختیا غوښتنه شوې


په کابل کې د سنوکر په لوبو بوخت لوبغاړي.
په کابل کې د سنوکر په لوبو بوخت لوبغاړي.

په افغانستان کې د سنوکر لوبغاړو له مسئولینو غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې ددغه لوبې د پراختیا لپاره د ځوانانو تر منځ سیالۍ جوړي کړي.

په کابل کې د سنوکر په لوبو بوخت ځوانان د تفریح تر څنګ غواړي چې په راتلونکي کې ددې لوبو اتلان شي. خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره د معیاري تختو او نورو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

د سنوکر لوبغاړي رئیس خان وویل: "ددې لوبو لپاره زیات تمرین پکار دی، روزونکې ته اړتیا ده او تختې هم نلرو لکه نوره نړۍ او هیوادونه چې یې لري."

د سنوکر بل لوبغاړی نادر روحاني هم ددغې "حساسې او فکري لوبې" لپاره د مناسب محیط له نشتوالي شکایت کوي. هغه زیاته کړه: "نه ټیبلونه لرو او نه امکانات. زموږ فدراسیون باید ددې امکاناتو په رامنځته کولو کې زموږ سره مرسته وکړي."

د سنوکر افغان لوبغاړي د امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي.
د سنوکر افغان لوبغاړي د امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي.

د سنوکر د لوبې روزونکی صالح محمد محمدي ددې لوبې د پیاوړتیا لپاره د زیاتو سیالیو جوړول اړین ګڼي.

محمدي وویل: "لومړی باید اړونده فدارسیون خپل فعالیتونه زیات کړي او د سیالیو جوړول ځوانانو ته زیاتې کړي. بله خبره دا ده چې د زیاتو سیالیو د جوړولو په ترڅ کې موږ کولایشو چې ځوان استعدادونه ومومو."

په افغانستان کې د سنوکر فدارسیون چارواکي وايي د ځوانو لوبغاړو لپاره د امکاناتو د کمښت له ستونزې خبر دي. ددغه فدراسیون مشر وحیدالله اصغري وايي په پام کې لري چې په نژدې راتلونکي کې د لوبو لړۍ تر ولایتونو هم وغځوي.

اصغري وویل: "زموږ اوسنی پلان دا دی چې تر ولایتونو هم خپل تورنمینټونه وغځوو او هلته ځوانان پیدا کړو تر څو تکړه شي او ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي او ښې لاسته راوړنې ولري."

افغان ځوانان وايي که ددې لوبې اړوند امکانات او اړین توکې ورته برابر شي، لیري به نه وي چې د سیمې او نړۍ په کچه به لویي لاسته راوړنې ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG