د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د قطر سره لانجې د حل لپاره دې مذاکرات وشي


렉스 틸러슨 미국 국무장관이 13일 상원 외교위원회 청문회에 출석해 증언하고 있다.
렉스 틸러슨 미국 국무장관이 13일 상원 외교위원회 청문회에 출석해 증언하고 있다.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي چې دا به د قطر لپاره «ستونزمنه وي» چې د عربستان، مصر، اماراتو او بحرین غوښتنه ومني.

خو، هغه زیاته کړه چې د قطر په سر مشکل دې د خبرو له لارې حل شي.

د ټیلرسن د دغو خبرو نه یوه ورځ مخکې قطر ویلي د دغو غوښتنو منل رد کړي وو. قطر ویلي چې دغه غوښتنې د دوی په ملي حاکمیت د تیري معادل دی.

د متحده عربي اماراتو یو لوړرتبه چارواکي د شنبې په ورځ وویل چې که قطرد ملګرو عربي هیوادونو لخوا جاري شوي ضرب الاجل ونه مني ، نو قطر او دوی به "لارې جلا کوي"

د دی میاشتې د پیل راهیسې د خلیج څلوروعربی هیوادونو د قطر سره خپلې اړیکې شلولې دي. دغه هیوادونو د ١٣ غوښتونو یو لست هم قطر ته سپارلی دی.

د ١٣ غوښتونو په لست قطر ته سعودی عربستان،مصر،بحرین او متحده عربی اماراتو سپارلی دی.

په دغه لست کې راغلي دي چې قطر دې د الجزیره ټلویزیون دی بند کړي، د ایران سره دې اړیکېوشلوي ، په دوحی کې دی د ترکیې پوځې اډه وتړي.

قطرویلې دی، چې دوی په لست غور کوي او رسمي ځواب به د دوی د بهرنیو چارو وزارت ورکړي او کویټ ته به یې وسپاري.

خو دغه هیواد وار له مخې لا زیاتهېې کړې ده چې غوښتنې نامناسبې او د عملی کیدو وړ نه دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور قرقاش خبریالانو ته وویل: "بدیل ېې د بحران زیاتیدل نه دي. بدیل، د لارو جلا کول دي، ځکه چې دا زموږ لپاره خورا ستونزمن کار دی چې یو ځای پاته شو".

قرقاش وويل چې د قطر سره ډيپلوماسۍ اوس هم لومړيتوب لري. خو هغه زياته يې کړهچې د منځګړتوب د لارې د شخړو د هوارولو هڅې د دوی د غوښتونو د افشا کولو له امله له ګواښ سره مخ شوي دي.

قرقاش وویل چې که چیرې قطرپه لسو ورځو ورځو کې عمل ونه کړي منزوی به شي.

خو هغه دا روښانه نه کړه، چې دغه څلور هیوادونه به نور څه کوي، ځکه چې دغه هیوادونو له مخی لا د دوحي سره ډیپلوماټیکې اړیکې شلولي او تجارتی روابط ېې ختم کړي دي.

XS
SM
MD
LG