د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلماني انتخاباتو دویم پړاو کې سخت دریځو ډیرې څوکۍ وګټلې


په ایران کې چارواکي وایي د پارلماني انتخاباتو په دویم پړاو کې سخت دریځو ډیرې څوکۍ وګټلي او د هیواد پارلمان یې په بشپړه توګه په کنټرول کې راغلی.

د پارلماني انتخاباتو دویم پړاو کې د رایو مرکزونه د جمعې په ورځ تر ناوخته پرانیستي و او د رایو مرکزونو تړل کیدو سره سم د رایو شمیرل پیل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي پرته لدې چې جزیات ورکړي، شنبه مې ۱۱ ( غوایي ۲۲) وویل چې د هیواد ډیرو خلکو چې د رایو ورکولو لپاره په شرایطو برابر و، په رایه ګیرۍ کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي واحدي زیاته کړه، " ټولو کاندیدانو ته نسبتاً ښې او منل کیدونکي رایې ورکړل شویدي".

سره لدې چې د انتخاباتو کمیسیون د ګټونکو کاندیدانو نومونه خپاره کړي خو د دې هیواد د اساسي قانون څار اداره یې باید تائید کړي چې ښایي بله اوونۍ وشي.

ټاکل شوې چې د ایران نوی پارلمان د همدې روانې مې میاشتې په ۲۷ مې خپله کاري دوره پیل کاندي.

د پارلماني انتخاباتو لومړۍ دوره د همدې روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې وشوه ؛ د اې پي خبري اژانس د معلوماتو له مخې د تازه نتایجو څخه څرګندیږي چې د دې هیواد د پارلمان ۲۹۰ څوکیو څخه ۲۳۳ یې سخت دریځو کاندیدانو ګټلي دي.

په ایران کې د هیواد په چارو کې د پارلمان نقش دویم ځای لري خو د کلنۍ بودجې او نورو مهمو لایحو کې په حکومت فشار راوړلو کې مهم نقش لري. د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي د دولت په ټولو مهمو مسایلو کې وروستۍ پریکړه کوي.

په ایران کې خلکو د ۲۰۲۴ کال د مارچ په لومړۍ نیټې په پارلماني ټاکنو کې پداسې حال کې برخه واخیسته چې د اقتصادي ستونزو او په هغه هېواد کې د مدني فعالیتونو پر ازادۍ د محدودیتونو د لګولو له امله نارضایتي مخ په زیاتېدو وه.

پدې انتخاباتو کې د خلکو برخه اخیستل دومره لږ وه چې په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راهیسي بې ساري و. تیر ځل چې په ۲۰۱۹ کال کې په ایران کې انتخابات شوي و، یوازې ۴۲ په سلو کې برخه اخسیتې وه..

په ایران کې سخت دریځان کوښښ کوي چې په پارلمان کې د اکثریت تر څنګ د نخبه ګانو په شورا کې هم خپل کنټرول ټینګ وساتي ځکه همدا شورا چې تقریباً ټول غړي یې ملایان دي، د دې هیواد ستر مذهبي مشر هم ټاکي.

د ایران د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره له ۱۶زره څخه ډېرو کسانونو نومونه ثبت کړي وو خو د ایران "شورا نګهبان" څه باندې ۷۰۰۰ کسان د کاندیدانو په توګه تاید کړي وو.

د ایران د "نګهبان شورا" د ایران د اسلامي جمهوریت یو نظارتي بسنټ دی چې د ایران د مجلس شورا پورې تړلو ټولو مسوبو د اجرا کیدو څخه وړاندې د تاییدولو او یا هم ردولو صلاحیت لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG