د ایران دولتي مطبوعاتو په سیمه ایز وخت یکشنبه مارچ درییمه (کب ۱۳) ویلي چې د لومړنیو نتایجو څخه څرګندیږي چې په پارلماني انتخاباتو کې سخت دریځ کاندیدان تر نورو وړاندې دي.
د ارنا خبري اژانس او دولتي تلویزیون ویلي چې په پایتخت تهران کې د کورنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې د ۵۰۰۰ رای پاڼو څخه ۱۹۶۰ یې شمیرل شویدي.
سره لدې چې د ایران حکومت لا په رسمي توګه ندي ویلي چې پدې انتخاباتو کې څو په سلو کې په شرایطو برابرو وګړو رایې ورکړي خو د ارنا خبري اژانس د غیر رسمي راپورونو پر بنسټ ویلي چې د خلکو برخه اخیستنه ۴۱ په سلو کې وه.
دا ځل په انتخاباتو کې د خلکو برخه اخیستل دومره لږ و چې د په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راهیسي بې ساري دي. تیر ځل چې په ۲۰۱۹ کال کې په ایران کې انتخابات شوي و، یوازې ۴۲ په سلو کې برخه اخسیتې وه.
په ایران کې سخت دریځان کوښښ کوي چې په پارلمان کې د اکثریت تر څنګ د نخبه ګانو په شورا کې هم خپل کنټرول ټینګ وساتي ځکه همدا شورا چې تقریباً ټول غړي یې ملایان دي، د دې هیواد ستر مذهبي مشر هم ټاکي.
پدې تیرو څه باندې شلو کالونو کې سخت دریځان د ایران په پارلمان کې اکثریت دي.
په ایران کې د همدې تیرې جمعې په ورځ خلکو پارلماني ټاکنو کې پداسې حال کې برخه واخیسته چې د اقتصادي ستونزو او په هغه هېواد کې د مدني فعالیتونو پر ازادۍ د محدودیتونو د لګولو له امله نارضایتي مخ په زیاتېدو ده.
د ایران د پارلماني ټاکنو یو ورځ مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتو میلر د امریکا غږ د فارسي څانګې خبریال ته وویل، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې ټاکنې ازادې او عادلانه نه دي.
میلر په خبري کنفرانس کې د ایران له "پارلماني" ټاکنو څخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنو او ارزونې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې متحده ایالات " په ایران کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو تمه نه لری" او د ښاغلي میلر په وینا، د ایران خلک هم پدغه هېواد کې د ازادو او عادلانه ټاکنو تمه نلري.
هغه وویل:" لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، په زرګونو کاندیدان لا دمخه په یو غیر شفاف بهیر کې د نوماند کېدو څخه بې برخې شوي او نړۍ له ډیرې مودې راهیسې په دې پوهیدلې چې د ایران سیاسي نظام یو غیر دیموکراتیک او غیر شفاف اجرائیوي، قضایي او ټاکنیز نظام لري. "
که څه هم د خامنه یي په ګډون ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د هغه هېواد په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي، خو د "اعتماد انلاین" په نوم رسنۍ د کب میاشتې په لومړۍ نېټه لیکلي و: " په دغه هېواد کې اقتصادي او ټولنیزې ناکراریو ته په پام سره داسې ښکاري چې حتی د "اصولګرایانو" ځینې کړۍ هم په دغو ټاکنو کې د پام وړ ګډون هیله نه لري.
فورم \ دبحث خونه