د لاس رسي وړ اتصالات

احتساب محکمې عمران خان د غبن په قضیه کې سبا بیا د پلټنو لپاره غوښتی


پخوانی صدراعظم عمران خان (ارشیف)
پخوانی صدراعظم عمران خان (ارشیف)

د پاکستان د احتساب ملي ادارې 'نیب' یو ځل بیا پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور ۲۸) د القادر ټرسټ د غبن په قضیه کې د پلټنو لپاره دغې محکمې ته غوښتی دی.

عمران خان تیره اونۍ د مۍ په نهمه کله چې د اسلام اباد عالي محکمې ته تللی و، ددغې محکمې په ساحه کې د پاکستان د احتساب ملي ادارې 'نیب' له خوا نیول شوی و.

د عمران خان د نیولو وروسته د تحریک انصاف د ګوند پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړل، چې د تاوتریخوالي په دغو ډکو لاریونونو کې دولتي ودانیو ته د زیات مالي زیان د رسیدلو سربیره لږ ترلږه نهه تنه وژل شوي او د پولیسو د منسوبینو په ګډون په لسګونو کسان ټپیان شوي و.

د اسلام اباد عالي محکمې د جمعې په ورځ د القادر ټرسټ د غبن په قضیه کې په ضمانت د خوشې کیدو پر مهال پخواني صدراعظم عمران خان ته ویلي و، چې کله هم دا محکمه د پلټونو لپاره عمران خان وغواړي نو دې به دغې محکمې ته حاضریږي.

د امریکا غږ د ډیوې د راپور له مخې د پاکستان د احتساب د ملي ادارې له خوا عمران خان ته په استولي خبرپاڼه کې پر هغه باندې د لګیدلو تورونو وضاحت هم شوی دی.

د پاکستان د ایکسپریس د رسنۍ د راپور له مخې عمران خان ته په دې استولي وضاحت کې د برتانیې د جرمونو د مخنیوي د ملي ادارې د دوو قضیو یادونه هم شوې ده او پخواني صدراعظم ته ویل شوي، چې محکمې ته د حاضریدو پر مهال ددغو قضیو په اړه محکمې ته د تفصیلاتو د وړاندې کولو ترڅنګ القادر ټرسټ ته د یو پوهنتون د جوړولو لپاره د ځمکې او ۲۸۵ میلیونو روپیو د بسپنې د ټولولو په اړه دې هم وضاحت وړاندې کړي.

القادر ټرسټ خلکو ته د مرستو د برابرولو لپاره یوه غیر انتفاعي اداره ده، چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د میرمنې له خوا اداره کیږي. په عمران خان باندې تور دی، چې ددغو بسپنو څخه یې د خپلې کورنۍ په ګټه ناسمه ګټه اخیستې ده.

خو پخواني صدراعظم دا تورونه په کلکه رد کړي دي او ویلي دي، چې هیڅ غبن یې نه دی کړی او که څوک د مرستې رسونې دغې ادارې ته پیسې ورکړي نو د مرستو رسونې او خیر ښیګڼې په چارو په مصرف رسیږي.

XS
SM
MD
LG