پاکستاني نیزه ویشتونکي ارشد ندیم د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۸) په پاریس کې د المپیک په روانو لوبو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
هغه وتوانېد چې ۹۲.۹ متره لیرې نیزه وار کړي چې نړیوال ریکارډ دی. د هند نیراج چوپرا له ۸۹.۴ مترو سره د سپینو زرو او د ګرینادا انډرسن پیټر له ۸۸.۵ مترو سره د برونزو مډال ګټلی دی.
ندیم د ناروې د اندریس تورکیلدسن ریکارډ مات کړ چې د ۲۰۰۸ کال د بیجینګ په لوبو کې یې نېزه ۹۰.۵ متره لیرې وار کړې وه.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ندیم ته د هغه د بري مبارکي ویلې. شریف په ایکس شبکه کې لیکلي: "تا ټول ملت ته ویاړ ور په برخه کړ." په اسلام اباد کې د شریف د دفتر په یوه جلا اعلامیه کې ویل شوي چې دا بری "د پاکستان ټول ملت ته یو په زړه پورې سوغات دی."
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ددغه بري له کبله ارشد ندیم ته د ۱۰۰ میلیون کلدارو جایزې ورکولو اعلان کړی دی.
د پاکستاني رسنیو په حواله، دغه سیالۍ د پنجاب په میا چنو کې چې د ارشد ندیم پلرنی کلی دی، پر لوی سکرین باندې ښودل کېدې او ځايي خلکو د هغه بری نمانځلی دی.
پاکستان له دې وړاندې د المپیک په انفرادي لوبو کې د سرو زرو مډال نه و ګټلی. خو په المپیک کې د هاکي په لوبه کې پاکستان په ۱۹۶۰، ۱۹۶۸ او ۱۹۸۴ کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.
په انفرادي لوبو کې، پاکستاني لوبغاړو په ۱۹۶۰ کې په پهلوانۍ کې او په ۱۹۸۸ کې په سوک وهنه کې د بروزو مډالونه ګټلي وو.
له دې وړانډې پاکستان د ۱۹۹۲ د بارسلونا په المپیک کې د هاکي په برخه کې د برونز مډال ګټلی و.
فورم \ دبحث خونه