د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر پښتونخوا حکومت په اونۍ کې دوه ورځې د سي اېن جي پمپونو بندولو امر کړی


د خیبرپښتونخوا حکومت پریکړې له مخې به هره اونۍ د يکشنبې او دوشنبې ورځو وروسته په پاتې پنځو ورځو کې سي اېن جې مرکزونه يوازې د سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر پنځو بجو پورې پرانستي وي. (عکس ارشیف).
د خیبرپښتونخوا حکومت پریکړې له مخې به هره اونۍ د يکشنبې او دوشنبې ورځو وروسته په پاتې پنځو ورځو کې سي اېن جې مرکزونه يوازې د سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر پنځو بجو پورې پرانستي وي. (عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت د هغه ايالت د مرکزي ښار پېښور په ګډون په ټولو سيمو کې په اونۍ کې دوه ورځې د موټرو لپاره د ګازو د ورکولو پمپونو (سي اېن جې) سټېشنونو د تړلو پریکړه حکړې ده.

د دغه حکومتي د امر له مخې په خيبر پښتونخوا کې له يکشنبې (مرغومي ۱۶مه) څخه سي اېن جي مرکزونه تړل شوي دي او د سه شنبې په ورځ به بېرته پرانستل کېږي.

ايالتي حکومت زياته کړې ده چې هره اونۍ به تر يکشنبې او دوشنبې وروسته په پاتې پنځو ورځو کې سي اېن جې مرکزونه يوازې د سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر پنځو بجو پورې پرانستي وي او له دې مهالوېش وروسته که پمپونه چا پرانستي ول، نو پرضد به يې قانوني اقدام کېږي او پمپ ته به يې د ګازو ورکړه بندول کېږي.

د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکو د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵مه) د سي اېن جي پمپونو د اتحاديې له مشرانو سره د مذاکراتو پر وخت ويلي وو چې د دې اقدام مهم هدف په ژمي کې کورونو ته د ورځني استعمال لپاره د ګازو د ورکړې څخه ډاډ ترلاسه کول دي.

د خيبرپښتونخوا د سي اين جي پمپونو د اتحاديې مشر پرويز خان خټک پر دې اقدام ناخوښي ښودلې او زياته کړې يې ده چې د پمپونو بندېدو په نتيجه کې نه يوازې عام ولس او موټرچلوونکي اغېزمن کېږي بلکې د هغه په وينا، له دې سره د زرګونه کسانو روزګار هم متاثره کېږي.

د نوموړي په وينا، په خيبر پښتونخوا کې ۵۵۰ سي اېن جي پمپونه دي چې د زرګونو کسانو روزګار ورسره تړلی دی.

د خيبر پښتونخوا حکومت دا ګام په داسې حال کې پورته کړی چې په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې د انرژۍ بحران زيات شوی چې حکومت يې په کنټرولولو کې پاتې راغلی دی. په دغه هیواد کې يو خوا د برېښنا او ګازو نرخونه لوړ شوي او د بل خوا يې پارچاوۍ هم زياتې شوي دي چې خلکو يې پرضد احتجاجونه هم کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG