د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد: د پاکستان د انتخاباتو په هکله د پلټنو لپاره د امریکا د کانګرس پریکړه لیک بې ګټې دی


د انتخاباتو په ورځ او تر انتخاباتو وروسته خلکو د درغلیو په خلاف پراخې مظاهرې وکړلې.
د انتخاباتو په ورځ او تر انتخاباتو وروسته خلکو د درغلیو په خلاف پراخې مظاهرې وکړلې.

د پاکستان حکومت چارشنبه جون ۲۶ (چنګاښ شپږمه) د دې هیواد په انتخاباتو کې لاسوهنو او ټګۍ برګۍ ادعاوو په هکله د پلټنو د غوښتنو لپاره د متحده ایالاتو د کانګرس په پریکړه لیک جدي اعتراض وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا د کانګرس د دې ځانګړي پریکړه لیک "متن او موده" د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو مثبتو اړخونو سره مرسته نکوي.

د وزارت په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د متحده ایالاتو پدې پریکړه لیک کې د پاکستان سیاسي وضعیت او د انتخاباتو بهیر څرنګوالی په نظر کې ندی نیول شوی.

د پاکستان د دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس په یو پریکړه لیک کې چې د ۳۶۸ مثبتو او اوو مخالفو رایو تصویب شو، غوښتل شوي چې د پاکستان همدې تیرو عمومي انتخاباتو کې د لاس وهنو او غیر قانوني کړنو ادعاوو په هکله دې "بشپړ او خپلواک" تحقیقات وشي.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې پارلماني انتخاباتو کې چې خپلواکو خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړلو کاندیدانو په کې اکثریت څوکۍ وګټلې، د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې او د ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو د تورونو سره مل وې. یو تور دا هم دی چې پوځ پدې انتخاباتو کې لاس وهلی.

د متحده ایالاتو د کانګرس په پریکړه لیک کې هغه هڅې غندل شوي چې د "ځورولو، ګواښلو، تشدد، خپلسرو نیولو، د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو محدودولو" له لارې په دیموکراسۍ کې د برخې اخیستو لپاره د پاکستاني وګړو مخه نیول شوې وه.

په پریکړه لیک کې دا ندي ویل شوي چې په انتخاباتو کې دا ډول کړنې چا کړي خو د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا لوړ پوړي سفیر ډونالډ لو د روان کال د مارچ په میاشت کې د امریکا د کانګرس غړیو ته ویلي و که پاکستان د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بې نظمیو په اړه پلټنې ونه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ترینګلې شي.

په پارلماني انتخاباتو کې لاس وهنې او د ټګۍ برګۍ دا ادعاوې دومره جدي وې چې د امریکا د کانګرس د ۳۱ غړو یوې ډلې ولسمشر جو بایډن او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څخه په یو لیک کې غوښتي وو چې د پاکستان نوی حکومت دې تر هغه په رسمیت ونه پیژني چې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د ادعا شویو لاسوهنو او درغلیو په اړه خپلواکه پلټنه نه وي شوې.

خو د دې تورونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلام آباد د اساسي قانون، بشري حقونو او قانون حاکمیت ارزښتونو ته "زمونږ د ملي ګټو" په نظر کې نیولو سره ژمن دی او د امریکا د کانګرس څخه یې غوښتي چې د دواړو هیوادونو تر منځ همکارۍ او اړیکو لا پیاوړي کولو لپاره دې کار وکړي چې ګټه یې واشنګټن او اسلام آباد ته ورسیږي.

په اعلامیې کې راغلي، "مونږ د دوه اړخیز پوهاوي او درناوي پر بنسټ موثرو خر اترو او تعامل باندې باور لرو. له همدې کبله دا ډول پریکړه لیکونه نه ګټور دي او نه هدف پوره کولی شي".

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم د اکس په شبکې کې د امریکا د کانګرس پدې پریکړه لیک جدي غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي آسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن وایي چې د کانګرس دا پریکړه به د پاکستان په اړه د متحده ایالاتو په پالیسي اغیز ونکړي ځکه چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت وار د مخه په پاکستان کې انتخاباتو په هکله د پلټنو غوښتنه کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG