د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د هند زيارت کوونکو ته بې له ويزې د ورتګ تړون د پنځو کلونو لپاره تمديد کړی


سږ کال د نومبر پر ۱۲ (لړم ۲۲) په کرتار پور کې د سيکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د زېږون ۵۵۵مه کلیزه لمانځل کېږي.
سږ کال د نومبر پر ۱۲ (لړم ۲۲) په کرتار پور کې د سيکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د زېږون ۵۵۵مه کلیزه لمانځل کېږي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې له هند سره يې هغه تړون د پنځو کلونو د اضافي مودې لپاره تمدید کړی دی چې له مخې يې له هند څخه سيک زيارت کوونکي بې له ويزې د پنجاب په کرتارپور کلي کې دربار صاحب ګوردوارې ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۲ (لړم ۱) پر خپله رسمي وېبپاڼه ليکلي چې دا تړون د پاکستان او هند ترمنځ د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر پر ۲۴ د پنځو کلونو لپاره لاسليک شوی وو، چې لومړنۍ موده يې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۲۴ (لړم ۳) پای ته رسېږي.

سږ کال د نومبر پر ۱۲ (لړم ۲۲) په کرتار پور کې د سيکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د زېږون ۵۵۵مه کلیزه لمانځل کېږي.

کرتار پور د راوي دریاب پر غاړه د هند پولې ته نږدې د پاکستان په خاوره کې پروت کلی دی او هلته د سیک مذهب یوه مذهبي ګوردواره ده چې پکې د سیکانو مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي وو.

ګورونونانک په ۱۴۵۹ کال کې د پاکستاني پنجاب په ننکانه صاحب سيمه کې زېږېدلی وو او په ۱۵۳۹ کال کې د ۷۰ کلونو په عمر په کرتارپور کې مړ شوی وو. نوموړي د خپل ژوند وروستي کلونه همدلته تېر کړي وو.

د ګورونانک کليزې لمانځلو لپاره هر کال په کرتارپور کې زرګونه سيکان راغونډېږي او د عبادت، سندرو، خوړو او اجتماع تر څنګ يوشمېر نور مراسم هم تر سره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG