د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف پاکستان ته ستنیږي؛ محکمې یې ضمانت منظور کړ


د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف مدافع وکیل د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۹ (تلې۲۷مه) وویل، چې ددغه هېواد عالي محکمې د ښاغلي شریف ضمانت منظور کړی دی.

نواز شریف چې د فساد په قضیه کې تر محاکمه کېدو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د درملنې دپاره لندن ته تللی و، غواړي چې له نږدې څلورو کلونو جلاوطنۍ وروسته، راتلونکې شنبې خپل هیواد ته ستون شي.

د محکمې ددغه پریکړې پر بنسټ،‌ ښاغلی شریف به د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۱مه) لاهور ته ورسیږي ، پداسې حال کې چې د هغه اصلي مخالف او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په زندان کې دی.

بل خوا د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند ویلي، چې د لاهور هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال به لسګونه زره کسان د نوموړي هرکلی وکړي.

په ورته وخت کې، نواز شریف هیله من دی چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ټول ټاکنو کې د خپل "پاکستان مسلم لیګ (ن)" ګوند مشري وکړي.

د مسلم لیګ (ن) ګوند اوسني مشر، راجه محمد ظفرالحق د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "دا یو نوی پیل دی. د هغه (نواز شریف) بیرته راستنیدل یو مهم پرمختګ دی."

د نواز شریف مدافع وکیل، امجد پرویز د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، چې د اسلام اباد عالي محکمې هغه ته د اکتوبر تر ۲۴ پورې ضمانت ورکړی، په دې معنا چې "هغه پاکستان ته د راستنیدو په صورت کې نه نیول کیږي".

خو محکمې ویلي، چې هېواد ته له راتګ سره سم، محکمې ته د نواز شریف حاضریدل حتمي خبره ده. که چیري نوموړی د اکتوبر تر ۲۴ نیټې پورې محکمې ته حاضر نشي، له قانوني عواقبو سره به مخامخ شي.

نواز شریف په ۲۰۱۷ کال کې په فساد او درغلیو تورن شو او په ۲۰۱۹ کال کې د روغتیايي ستونزو په اساس ورته له پاکستان څخه د وتلو اجازه ورکړل شوه. د پاکستان ستري محکمې هغه ټول عمر له سیاست څخه بند او په اوو کالونو بند یې محکوم کړ.

هغه په لندن کې درملنې لپاره د اجازې ترلاسه کولو دمخه، د فساد په تور د محکمې لخوا د اوو کالونو د بند د مودې لږ تر لږه یو کال په زندان کې تیرې کړې.

نواز شریف خپله څلور کلنه جلاوطني پداسې حال کې پای ته رسوي، چې د دې جلاوطنۍ ډېره برخه یې په لندن کې تېره کړې ده. نوموړی تېره اوونۍ سعودي عربستان ته تللی و او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ پاکستان ته له ستنېدو مخکې دوبۍ ته ولاړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG