د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د طالبانو حکومت ته: د دیره اسماعیل خان د برید عاملین او د ټي‌ټي‌پي مشران راوسپارئ


دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې لږترلږه ۲۳ تنه امنیتي مسئولین ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې لږترلږه ۲۳ تنه امنیتي مسئولین ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ډیره اسماعیل خان د برید د عاملینو پر ضد "پرېکنده اقدام" وکړي او پاکستان ته دې وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه برید په اړه تحقیقات کوي.

بلوچ وویل: "افغانستان باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) مشران او د دې ظالمانه برید عاملین پاکستان ته وسپاري... پاکستان له افغان حکومت څخه تمه لري چې کوټلي او د منلو وړ ګامونه پورته کړي ترڅو یقيني کړي چې خاوره یې د ترهګرو سازمانونو لخوا نه استعمالیږي."

د سې شنبې په ورځ (دسمبر۱۲) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان په درابن سیمه کې لږ تر لږه شپږ تنو وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ لږ تر لږه ۲۳ تنه امنیتي مسئولین پکې ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول. ځینو رسنیو ویلي، چې د دیره اسماعیل خان پر پولیسو په برید کوونکو کې یو افغان ځانمرګی هم شامل دی.

تر برید لږ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې وویل، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې په دیره اسماعیل خان کې د خونړي برید په اړه احتجاج کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې د دیره اسماعیل خان د برید عاملین او د تحریک طالبان پاکستان مشران دې اسلام اباد ته وسپاري.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر پوسته بريد په افغانستان پورې اړه نه لري. مجاهد د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۱۳) د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، وویل چې که د پاکستان حکومت د دغه برید په اړه افغانستان ته اسناد ورکړي، نو په اړه به یې تحقیقات وکړي.

د "تحریک جهاد پاکستان" په نوم یوې وسله والې ډلې په دیره اسماعیل خان کې د برید پړه په غاړه اخیستې. پاکستاني چارواکي دغه ډله د "تحریک طالبان پاکستان" سره تړلې بولي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ډېرې ترینګلې شوې دي. د سرپرست صدراعظم په ګډون پاکستاني چارواکو تل پر طالبانو تور پورې کړی چې د پاکستاني سخت دریځو په ځانګړې توګه د "تحریک طالبان پاکستان" ملاتړ کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تل د پاکستان تورونه رد کړي او استدلال کوي چې پاکستاني چارواکي باید د خپلو امنیتي مسئولیتونو د نه ترسره کولو پړه پر افغانستان وانه چوي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل ویلي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG