د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په یوې چاودنې کې اته تنه ووژل شول


دا تصویر د کراچۍ د پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی دی.
دا تصویر د کراچۍ د پېښې نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی دی.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) وویل چې په یو کور کې دننه د راکټ یوه سرکلوله چاودېدلې او اته تنه یې وژلي دي.

په سیمه کې د پولیسو یو مشر راحیل خوسو ویلي دي داسې ښکاري،‌ چې دا سرکلوله په تصادفي ډول د سند ایالت د کندهکوټ په لېرې پرتې سیمې کې چاودېدلې ده.

نوموړي وویل چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د چارواکو په وینا په دې پېښې کې لږ تر لږه دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د پېښې پلټونکي فکر کوي چې د دغې کورنۍ غړو د انداخت په یو میدان کې د راکټ دا سرکلوله موندلې او بیا یې کور ته وړې ده.

چارواکي وایي په داسې حالاتو کې اکثر خلک هڅه کوي، چې دا ډول چاودېدونکي مواد خنثی د کباړ په توګه یې خرڅ کړي.

د سند ایالت د کندهکوټ ښار د غلو او جنایت کارانو له کبله مشهور دی. ځینې جنایتکاران راکټ لنچرې هم لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي چې څو ځلې یې په دغې سیمې کې د جنایتکارانو په ضد عملیات کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG