د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي: د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره منظم پلان موجود دی


د پاکستان د بلوچستان د ایالت د مستونګ سیمه کې د تیرې جمعې د ورځې د چاودنې د پېښې وروسته ددغه ایالت د سرپرست ایالتي حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، چې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره یو منظم پلان جوړ شوی.

ښاغلي اځکزي وویل، چې پاکستان به ترهګر او هغوی ته د سهولت برابرونکي له منځه یوسي.

د بلوچستان د ایالت د مستونګ سیمه کې د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۹( تلې اووم) د میلاد نبي د ورځې د نمانځلو لپاره په یوه غونډه کې چاودنې نږدې ۶۰ کسان ووژل او له ۵۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

ددې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. پولیسو ددې برید په اړه د ناپیژاندو کسانو په خلاف دعوه ثبت کړې ده.

ښاغلي اڅکزي د یکشنبې په ورځ اکتوبر اول(تلې نهم) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له دریځ څخه دې هم ملاتړ کوي.

هغه ويلي، د پوځ د مشر د لیرې لید پراساس ددې ایالت امنیت به لا ټینګ شي.

"ښاغلي اڅکزي وویل: " زه ډاډ درکوم ، چې د يو، يو انچ دفاع به کوو، په ټول پاکستان کې هره ورځ پېښې کیږي، په بل ځای کې ولې نه کيږي؟ په ازبکستان، تاجکستان او ايران کې ولې نه کیږي؟ د دې مطلب دا دی چې د دې پیښو شاته يو منظم پلان دی او د پاکستان بې ثباته کولو هڅې کيږي خو نور بس دی، د چا سره به هیڅ رعايت ونه شي، د ترهګرو پرضد جګړه اعلان شوې ده".

د بلوچستان د ایالت ددغه چارواکي د څرګندونو دمخه د شنبې په ورځ د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي هم ويلي وو، چې ترهګر چې که هر ځای وي پرضد به یې بشپړعملیات ترسره شي. هغه ادعا وکړه، چې د ترهګرو ټولې ځالې ورته معلومې دي.

ښاغلي بګټي د مستونګ په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۵۵ او د ژوبلو شمیر ۱۶۳ وښود.

ښاغلي بګتي ویلي وو، چې ترهګر به له خپلو غارونو راوباسي او ورته به سخته سزا ورکوي.

ښاغلي بګټي وویل: " که داعش وي، که ټي ټي پي وي یا بل هر څوک چې په هر نامه باندې تشدد کوي دولت به د دې ځواب ورکوي، پر حافظ حمدالله چې چا برید کړی وو، د هغې ډلې مشر مو هم وژلی دی".

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزیر یو ځل بیا د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره "را" تورنه کړه.

ښاغلي بګټی وویل، " هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږی ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټوله له يوه ځایه کنټرول کيږي".

خو د هند حکومت د پاکستان د حکومتي چارواکو دا ډول تورونه تل بې اساسه ګڼلي دي.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د پاکستان د امنیتي حالاتو په اړه په خپل یو تازه رپوار کې ویلي، چې سږکال ددغه هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې ۵۷ فیصده زیاتوالې راغلې دی.

رپوټ دا هم وایي چې په پنجاب ایالت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي، خو په نورو ایالتونو کې بیا د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د څېړنود امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) ويلي، سږکال په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ۱۰۸۷ پیښې ترسره شوي، چې ۳۶ فیصده شوي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولولوړ شمیر دی.

رپوټ کې ویل شوي، په تیرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي په پیښو کې ۵۸ فيصده عام وګړي،۲۳ فیصده امنیتي ځواکونو منسوبین وژل شوي دي.

ددې راپور له مخې په دغه موده کې د وژل شویو کسانو په شمیر کې یوازې ۲۰ فیصده یې سخت دریځو ډلو وسله وال وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG