د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په ځانمرګي برید او چاپې کې ۶۲ تنه وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په سيمه کې د "میلاد النبي" د ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۳تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د ایالت د سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي امریکا غږ ته په دې پیښه کې مرګ ژوبله تائید کړې ده او ویلي دي، چې دا شمیر وروستی شمیر نه دی او کیدای شي چې د پیښې د قربانیانو شمیر نور هم زیات شي.

ښاغلي اڅکزي په دې پیښه کې د یو لوړپوړې پولیس صاحب منصب وژل هم تائید کړي دي.

د پاکستاني رسنیو په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر د رسمي شمیرنو څخه زیات ښودلی دی.

د رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په دغه ځانمرګي برید کې ۵۲ تنه وژل شوي او له ۵۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ایالت د سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزير د معلوماتو له مخې دا چاودنه د جمعې د ورځې سهار شاوخوا یوولس بجې د مستونګ د سیمې د مدينه جومات سره نږدې شوې ده.

دغه ایالتي حکومت دا لا نه ده تائید کړې، چې چاودنه د یو ځانمرګي برید په پایله کې شوې ده. خو پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا چاودنه د یو ځانمرګی برید په ترڅ کې پیښه شوې ده.

د سمیه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې دا چاودنه په هغه ځای شوې، چې د "ميلاد النبي" د ورځې د لمانځلو لپاره په کې د غونډې لپاره خلک راټولېدل.

اڅکزي ویلي، چې امنيتي ادارې او مرستې رسونې ټيمونه د پېښې په ځای کې دي او د کویټې په روغتون کې بېړني حالت اعلان شوی دی.

ښاغلي اڅکژي وویل، چې د بلوچستان د ایالت سرپرست حکومت ددغې پیښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره په دغه ایالت کې درې ورځې ماتم هم اعلان کړی دی.

تحريک طالبان پاکستان ډلې د مستونګ په چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.

هنګو کې په جومات کې چاودنه

د بلې خوا د خیبر پښتونخوا ایالت د هنګو په سیمه کې د جمعې په ورځ په یو جومات کې دننه د یوې بلې چاودنې راپور هم ورکړل شوی دی.

د هنګو د سیمې امنیتي ادارو امریکا غږ ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه وژل او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

ددغو ادارو د معلوماتو له مخې لومړی یو ځانمرګي بریګر د جومات دروازې مخې ته په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول او بیا ددې چاودنې څو شیبې وروسته په جومات کې دننه بله چاودنه وشوه.

سرچینو ویلي، چې د چاودنې وروسته د جومات چت هم په لونځ کوونکو باندې راپریوتی، چې لا هم د پریوتي چت لاندې د لمونځ کوونکو د ایستلو هڅې روانې دي.

د اټکل له مخې تر ۳۰ زیات لمونځ کوونکي د جومات د چټ لاندې شوي دي. تراوسه ددغو دواړو بریدونو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG