د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سرپرست صدراعظم په انتخاباتو کې د پوځ د لاسوهنې امکان رد کړ


د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ وایي تمه لري چې پدې هیواد کې راتلونکي عمومي انتخابات به په ۲۰۲۴ کال کې وشي او هغه امکانات یې هم رد کړل چې ګڼې پوځ به د دې انتخاباتو د نتیجې په بدلولو کې اغیز ولري تر څو یقیني کړي د عمران خان ګوند دا انتخابات ونه ګټي.

ښاغلي کاکړ د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې په پاکستان کې د انتخاباتو کیدل د انتخاباتو د کمیسیون کار دی، نه پوځ او تر څنګ یې دا هم وویل چې د انتخاباتو د کمیسیون مشر مخکني صدراعظم عمران خان ټاکلی او امکان نلري چې د ښاغلي خان پر ضد عمل به وکړي.

په پاکستان کې عمومي انتخابات د روان میلادي کال د اکټوبر په میاشت کې باید شوي وی خو د دې هیواد د انتخاباتو ملي کمیسیون د سپټمبر میاشتې په ۲۱ مې اعلان وکړ چې انتخابات به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په پای کې شي.

تېر کال او په ځانګړي توګه په پارلمان کې ددغه هېواد پخواني صدراعظم عمران خان ته د نه باور د رایې ورکولو وروسته، پاکستان له ګڼو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ شوی دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې عمومي انتخابات باید د پارلمان له منحل کېدو وروسته په دریو میاشتو کې شوې وی خو ملی کمیسیون ویلي چې د نفوسو دوروستي سرشمېرنې وروسته د نویو ټاکنیزو حوزو د رامنځته کېدو له کبله نور وخت ته اړتیا لري.

د انتخاباتو ملي کمیسیون لا هم د راتلونکو عمومي انتخاباتو لپاره ورستۍ نیټه نده ټاکلې خو سرپرست صدراعظم پدې مرکې کې وویل چې د نیټې تر اعلان کولو وروسته به حکومت ټولې مالي، امنیتي او نورې اړوند اړتیاوې برابرې کړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی به د پاکستان د قاضیانو څخه وغواړي چې عمران خان ته ورکړل شوې سزا بدله کړي تر څو هغه وکړی شي په انتخاباتو کې برخه واخلي، انور الحق کاکړ وویل چې د قضایه قوې په چارو کې لاس نه وهي او تر څنګ یې دا هم وویل چې د دې قوې څخه باید د سیاسي اهدافو لپاره ګټه وانخیستل شي.

پخپله عمران خان او د ګوند سلګونه غړي یې په زندان کې دي خو ښاغلي کاکړ وویل چې په انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو نه ګډون کولو برسیره به عادلانه انتخابات ونشي.

کاکړ دا هم وویل چې د عمران خان د ګوند هغه زرګونه پلویان چې په غیر قانوني کړنو کې لاس نه درلود کولی شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د ۲۰۲۲م کال د اپرېل په میاشت کې د صدراعظمۍ له څوکۍ د عمران خان لیري کول په ټول پاکستان کې د لوی سیاسي کړکېچ او د هغه د پلویانو د پراخو لاریونونو لامل شول. د پاکستان حکومت دغه لاریونونه او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشران سخت وځپل.

په داسې حال کې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه ډېر غړي یا په بند کې دي، یا پټ دي او یا یې له ګوند څخه وتلي دي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ګوند به د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې څه دریځ ولري.

د پاکستان د ټول ټاکنو ملي کمیسیون وايي، د ټاکنو د حوزو وروستی لېست به د نومبر په ۳۰مه نېټه اعلان شي او له هغې وروسته به نوماندان د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ۵۴ ورځې وخت لري.

چې پاکستان اوسمهال د صدراعظم انورالحق کاکړ په مشرۍد موقت حکومت له خوا اداره کېږي، چې د روان کال په اګست مياشت کې د دغه هېواد د پارلمان له منحل کېدو وروسته رامنځته شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG