د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نفوس په تیرو ۶ کالونو کې ۳۵ میلیونه ډیر شوی


د پاکستان صدراعظم د وګړو ډیروالی د پاکستان لپاره یو چلنج بللی.
د پاکستان صدراعظم د وګړو ډیروالی د پاکستان لپاره یو چلنج بللی.

په پاکستان کې د وګړو د تازه شمیرنې له مخې ددې هیواد د اوسیدونکو شمیر په تیرو ۶ کالونو کې ۳۵ ملیونه ډیر شوی او اوس پاکستان چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ۲۵۰ ملیونه وګړي لري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي د هیواد د وګړو شمیر په هر کال کې ۲.۵ په سلو کې ډیر شوی او دا یې د خپل هیواد لپاره یو مهم چلنج بللی.

ښاغلي شریف ویلي، "د پاکستان د وګړو د ډیروالي چټکوالی د پاکستان د اقتصادي پرمختګ د چټکوالي څخه ډیر دی".

د پاکستان د احصایې ادارې پدې هیواد کې د وګړو شمیر ډیجیټل کړی او صدراعظم شهباز شریف هم ویلي چې راتلونکي عمومي انتخابات چې ټاکل شوې د نومبر په میاشت کې وشي، د همدې تازه وګړو شمیرنې له مخې به کیږي او انتخاباتې حوزې به هم د همدې معلوماتو له مخې ځانګړې کیږي.

په پاکستان کې داسې آوازې وې چې که د وګړو شمیرنې نتیجې په ټاکلي وخت ونه منل شي او یا د همدې تازه شمیرو له مخې انتخاباتي حوزې عملي نشي، امکان شته چې عمومي انتخابات وځنډیږي.

د پاکستان د قانون وزیر نذیر تارړ یو سیمه ایز تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې اوس د انتخاباتو د کمیسیون کار دی چې څومره ژر کولی شي د وګړو تازه شمیرنو له مخې په هیواد کې د انتخاباتي حوزو حدود ټاکي.

ښاغلي تارړ دا خبرداری هم ورکړی چې ښایي عمومي انتخابات د ټاکلې نیټې څخه دوه نیمو میاشتو پورې وځنډول شي.

سره لدې چې د څلورو واړو صوبو ایالتي وزیرانو او د واکمن ائتلافي ګوند استازو د وګړو د شمیرنې نتیجې منلي خو سیاسي مخالفو ګوندونو بیا پدې هکله اعتراضونه څرګند کړیدي.

د متحده قومي غورځنګ په نامه ګوند ویلي چې د کراچۍ په ښار کې چې ددې ګوند د پلویانو یو مهم مرکز دی، د وګړو شمیر کم ښودل شوی.

ټاکل شوې چې د پاکستان ملي اسامبله د همدې اوونۍ په پای کې منحله شي او واک به سرپرست حکومت ته وسپارل شي.

په پاکستان چې خلک یې په قومي لحاظ ډیر سره ویشل شوي، د وګړو شمیر د دې هیواد په سیاسي ډګر کې اهمیت لري ؛ د همدې شمیرو له مخې د قدرت لرلو ادعاوې کیږي او ایالتي سرچینې ویشل کیږي.

د پاکستان حکومت دا شمیر داسې مهال خپروي چې نړیوال بانک د اپریل په میاشت کې په راپور کې ویلي و چې اټکل کیږي په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د دې هیواد ۳۷ په سلو کې وکړي په نیستۍ کې ژوند وکړي او یا خپله ورځ په ۳.۶۵ ډالرو تیره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG