د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو، نن دوشنبه، نومبر ۲۵ (لیندۍ ۵مه)، په یو تازه راپور کې ویلي، چې تېر کال په نړۍ کې، په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د تاوتریخوالي له امله وژل شوې ده.
د راپور په حواله، زیاتره ښځې د خپل ژوند د شریکانو یا نږدې خپلوانو لخوا وژل شوې دي. راپور کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی، چې "د ښځو وژل لا هم په نړۍ کې په لوړ او اندېښمنونکي کچه پاتې دي."
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې (یو ان او ډي سي) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، په دغه ګډ راپور کې ویل شوي، چې په تېر کال کې شاوخوا ۸۵ زره ښځې او نجونې وژل شوې دي. راپور زیاتوي، چې له دې ډلې څخه نږدې ۶۰ سلنه، یعنې له ۵۱ زرو څخه ډېرې ښځې د خپلو ژوند د شریکانو یا نږدې خپلوانو لخوا وژل شوې دي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د بشري حقونو څخه سرغړونه او یو داسې بحران دی چې له هرو دریو ښځو او نجونو څخه یوه یې اغېزمنوي.
اعلامیه کې ولسمشر بایډن ویلي: "هر ځای چې ښځې او نجونې له خطر سره مخ وي، هلته سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ هم له ګواښ سره مخامخ وي."
اعلامیه زیاتوي، چې ولسمشر بایډن همدارنګه ژمنه وکړه، چې متحده ایالات به د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره په کور دننه او نړیواله کچه خپلې هڅې زیاتې کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور په حواله، په نړۍ کې هره ورځ ۱۴۰ ښځې، یا په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپلوانو لخوا وژل شوې ده.
راپور همداراز زیاتوي، چې د ښځو او نجونو لپاره کور لا هم د مرګ د ګواښ له پلوه تر ټولو خطرناک ځای دی.
بلخوا، ددغه راپور له مخې، که څه هم نارینه د ښځو په پرتله څلور چنده زیات د قصدي وژنو قرباني کېږي او د تېر کال د وژنو ۸۰ سلنه قربانیان نارینه وو، خو په ډېرو پيښو کې د هغوی قاتلان د هغوی خپلوان نه، بلکې ناپیژانده کسان وي.
دا پداسې حال کې دی، چې په افریقا کې تېر کال د ښځو د وژنو تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې. په دې لویه وچه کې ۲۱۷۰۰ ښځې د خپلوانو لخوا وژل شوې وې.
اروپا او اسیا بیا د ښځو د وژنو تر ټولو لږ موارد ثبت کړي. په دې دوو وچو کې تېر کال ۲۳۰۰ ښځې وژل شوې وې.
ملګرو ملتونو ویلي، سره له دې چې ځینې هېوادونو د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره هڅې کړې دي، خو "د ښځو د وژنو کچه لا هم په اندېښمنونکي توګه لوړه پاتې ده."
راپور د دې ستونزې اصلي لاملونه جنسیتي نابرابري او بیځایه دود او دستور ګڼلي دي. راپور زیاتوي، په ډېرو ټولنو کې هغه باورونه او چال چلند چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی توجیه کوي، د دې ستونزې د دوام لامل ګرځېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې (یو ان او ډي سي) اجرائیوي مشرې ګاندا والي، پدې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي: "موږ باید د جنسیتي تعصب، د واک نابرابرۍ او هغو زیان رسونکو باورونو پر وړاندې مبارزه وکړو، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام ته لاره برابروي. "
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي، چې د فرانسې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راټول شوي معلومات ښيي چې په ډېری مواردو کې د ښځو وژنې د پرلهپسې تاوتریخوالي له امله رامنځته کېږي. راپور ټینګار کوي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره باید د قضایي حکمونو په څېر ګټور اقدامات ترسره شي.
راپور همداراز د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشرې، سیما بحوث، په حواله لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د پیاوړو قوانینو، د حکومتونو د ځواب ویلو د وړتیا لوړولو او د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو لپاره د بودیجې زیاتولو ته جدي اړتیا ده.
هغې ویلي: "د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره باید د ملي سرچینو په مرسته د معلوماتو راټولولو سیستمونه پیاوړي شي. دا په ځانګړي ډول د رسنیو راپورونو او د ښځو وژنې په وړاندې د نه زغملو کلتور د رامنځته کولو له لارې شونې دی."
دغه راپور د نړۍ له ۱۰۷ هېوادونو او سیمو څخه د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې څانګې (یو ان او ډي سي) د غړیو هېوادونو د ځوابونو پر بنسټ ترتیب شوی دی.
د ملګرو ملتونو دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې نن د نومبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
فورم \ دبحث خونه