د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یوه نولس کلنه نجلۍ ژوندۍ سوځل شوې


په پاکستان کې هر کال شاوخوا زر میرمنې د ناموس او غیرت په نامه وژل کیږي.
په پاکستان کې هر کال شاوخوا زر میرمنې د ناموس او غیرت په نامه وژل کیږي.

پاکستاني پولیسو هغه دوه مشکوک کسان نیولي دي چې د ښوونځي یوه ښوونکې یې تر وهلو ډبلو وروسته ژوندۍ سوځولې ده. دغه نجلۍ چې مریم
بي بي نومیږي، نولس کلنه وه. د هغې نه د یوه داسې سړي سره د واده کولو غوښتنه شوې وه چې عمر یې تر دې دوه چنده زیات و خو مریم دغه غوښتنه نه وه منلې.

د مریم مور، عائشې بي بي اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د پیښې نه یوازې څو ساعته وړاندې د هغې لور پولیس خبر کړي و چې څو ورځې وړاندې پنځه کسان د هغوي کور ته په زور ننوتي و. دغو کسانو مریم د کوره ایستلې وه او په عام مضحر کې یې په لغتو وهلې وه.

عائشه وایي هغه په کور کې نه وه چې دغو سړیو یې لور اول وهلې ډبولې وه او بیا یې ورته اور اچولی و. هغې د چارواکو نه وغوښتل چې "دغه بې رحمه کسان دې حتماً د عدالت منګولو ته وسپاري. "

عائشه بي بي وایي د ښوونځي یوه مالک غوښتل چې مریم بي بي دې د هغه د زوی سره واده وکړي، خو مریم دا غوښته نه منله.

مریم د چارشنبې په ورځ د پاکستان پایتخت اسلام آباد په یوه روغتون کې مړه شوه ځکه چې د هغې د بدن اتیا په سلو کې برخه سوځیدلې وه.

د مریم پلار صداقت حسین عباسي بیا شکایت لري چې " پولیسو یې د لور په قضیې کې کافي هلې ځلې ندي کړي."د بشرې حقونو یوې مبارزې فرزانه بازي دغه پیښه غندلې او مجرمینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې.

په پاکستان کې د میرمنو سره د زرو زیاتي پیښې عادي مسله ده. پدې هیواد کې هر کال په اوسط ډول شاوخوا زر میرمنې د غیرت او ناموس په نامه وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG