د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجریا پوځ وایي په عملیاتو کې څه باندې ۲۵۰ وسله وال وژلي


د نایجریا پوځ وایي په تیرو دوو اونیو کې یې په عملیاتو کې د بوکو حرام او د لویدیځې افریقا په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې څه باندې ۲۵۰ وسله وال وژلي دي.

د پوځ ویاند جمعه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) ویلي چې نایجریایي سر تیرو پدې عملیاتو کې د چیبوک د ښوونځي ۳ نجوني هم ژغورلي چې وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې تښتولې وې او تر اوسه یې بندیانې کړې وې.

د نایجریا د دفاع وزارت ویاند موسی دانمادامي چې په پایتخت ابوجا کې یې د هیواد دامنیتي وضعیت په هکله یې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې نظامي ځواکونو د اګست د ۲۵ مې څخه د سپټمبر تر ۸ مې نیټې پورې په څو سیمو کې هوایي بمبارۍ او ځمکني عملیات وکړل چې په خورا کامیابۍ تر سره شول.

د دفاع وزارت ویاند همدرانګه وویل چې سرتیرو د عملیاتو په پیل کې د بورنو او یوبي په ایالتونو کې په وسله والو ډلو بریدونه وکړل او ۵۲ تنه یې ووژل.

ویاند زیاته کړه چې په عملیاتو کې ۱۴ وسله وال ژوندي نیول شوي او د ۲۲ یرغمل شوي کسان هم د وسله والو څخه خوشې شوي چې ۳ یې هغه جینکۍ وې چې د بوکو حرام وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې د یو ښوونځي څخه وتښتولې.

د دفاع وزارت ویاند وویل، " د څو سرچینو څخه معلومات را رسیدلي چې د پنځو جګپوړو قوماندانانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ ترهګر وژل شوي. په هوایي بمباریو کې د هغوي مرکزونه له منځه تللي او ګڼ شمیر ترهګر پکې وژل شوي".

ویاند همدارنګه وویل چې ځمکنیو ځواکونو ګڼ شمیر ترهګر چې کوښښ یې کاوه د سیمې څخه وتښتي، وژلي دي.

دې پوځي چارواکي همدارنګه وویل چې ۵۵۶ وسله والو ځانونه پوځ ته تسلیم کړي چې ۱۵ یې سړي، ۱۸۹ یې میرمنې او ۲۵۲ یې ماشومان دي.

د نایجریا په شمال کې د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا وسله وال چې د القاعده شبکې او اسلامي دولت سره تړلي دي، د حکومت په خلاف بغاوت پیل کړی. پدې جګړو کې تر اوسه لس ګونه زره کسان وژل شوي.

د هغه راپور له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی، له ۲۰۰۹ کال څخه راپدیخوا د جهادیانو په تاوتریخوالو کې څه باندې ۴۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه نور د هغه هیواد له شمال ختیځ څخه بیځایه شوي دي.

امنیتي سرچینو همدارنګه ویلي دي‌ چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون میاشتې په اومه نیټه، ۲۳ نور کسان ددغه هیواد دیکو سیمې ته نږدې د مګدالا په کلي کې د موټرونو د ټوټو د راټولو پرمهال د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول. باورونه دادي چې دا وسله وال هم د افریقا په غرب کې د داعش د وسله والې ډلې پورې اړوند کسان دي.

XS
SM
MD
LG